د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام آباد عالي محکمه په پاکستان کې زېږېدلو افغانانو ته د تابعیت په ورکولو غور کوي


د اسلام آباد عالي محکمه د یو ۲۴ کلن افغان، چې پاکستان کې زیږېدلی، د تابعیت پر غوښتنه غور کوي او کتونکي وايي، ددې محکمې له پرېکړې سره ښايي په پاکستان کې زېږېدلو نږدې ۸۰۰ زرو افغانانو ته ددغه هېواد تابعیت ورکړل شي.

فضل حق محکمې ته په خپله عریضه کې ویلي چې له دې امله چې په پاکستان کې زیږېدلی، باید د پاکستان د پېژندنې کارت او پاسپورت ورکړل شي.

د هغه وکیل اعجار ګيلاني محکمې ته ویلي چې موکل یې له کوم تابعیت پرته ژوند کوي.

اعجاز ګیلاني د امریکا غږ ډیوې څانګې سره په مرکه کې ویلي چې د پاکستان د ۱۹۵۱ کال د تابعیت د قانون له مخې، په پاکستان کې زيږيدلي خلک ددغه هېواد د تابعیت مستحق دي.

ښاغلي ګیلاني وویل، له افغانانو سره په دغه هېواد کې د توکم پر اساس توپيري چلند کیږي.

د اسلام آباد د عالي محکمې قاضی القضات اطهر من الله په دې اړه د محکمې استماعیه غونډې ته ویلي، د امریکا او نړۍ د نورو هېوادونو په څېر، په پاکستان کې هم، په دغه هېواد کې زیږېدلو کسانو ته د هغوی د زېږېدنې د اسنادو پر اساس تابعیت ورکول کیدی شي.

دغه قاضي منلې چې ددغه قانون د موجودیت سره سره، ورباندې عمل نه کیږي.

محکمې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د فضل حق د زیږېدو اسناد وڅیړي او په اړه یې محکمې ته راپور ورکړي.

د بشري حقونو او افغان کډوالو سره د مرستې موسسې مشر لياقت بنوري ايډوکيټ وايي، که د اسلام آباد عالي محکمه د پاکستان د ١٩٥١ کال د تابعیت د قانون د عملي کیدو حکم وکړي نو له دې سره به په پاکستان کې زیږېدلي شاوخوا ۸۰۰ زرو افغانانو ته د پاکستان د تابعیت د اخیستلو لاره هواره شي.

هغه وايي، ددغه قانون د عملي کېدلو په لاره کې تر اوسه ډيرې سياسي او قانوني ننګونې پرتې دي.

لياقت بنوري د امریکا غږ ډېوه څانګې ته ویلي، د پاکستان حکومت دا اختيار لري چې د تابعیت د قانون له مخې، د افغان يا بل قوم د وګړي تابعیت لغوه کړي.

په پاکستان کې دا وخت شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغان کډوال راجستر دي او د کډوالو د چارو ادارې وايي، په دغه هېواد کې د بې اسناده افغان کډوالو شمېر له دې هم زیات دی.

XS
SM
MD
LG