د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي «کېدای شي» د ایران رژیم د نسکورېدو په درشل کې وي


په ایران کې پراخې مظاهرې
په ایران کې پراخې مظاهرې

په وروستیو کلونو کې د ایران تر ټولو لوی ولسي خوځښت ۱۳مې ورځې ته وغځېد. ایراني چارواکو پر انټرنېټ پراخ بندیز لګولی او ولسمشر ټرمپ وایي «کېدای شي» دا رژیم د نسکورېدو په درشل کې وي.

د جمعې په ورځ کله چې په وروستیو کلونو کې د ایران د ۴۶ کلن رژیم او د هېواد د اسلامي واکمنانو پر ضد تر ټولو لوی مظاهرې ۱۳مې ورځې ته وغځېدې. حکومت پر انټرنېټ نږدې بشپړ بندیز لګولی.

په لندن کې مېشت د انټرنېټ نړیوال څارونکي بنسټ «نېټ‌بلاکس» په وینا، دا نږدې بشپړ د انټرنېټ بندیز دی چې د پنجشنبې په ماښام د ایران پر وخت پیل شو او د جمعې تر ورځې یې هم دوام وکړ.

نېټ‌بلاکس د ایران پر وخت د جمعې په سهار د ایکس پر ټولنیزې شبکې کې په یو بیان په ترڅ کې وویل: « وروسته له هغه چې چارواکو د پراخو مظاهرو د ځپلو او د رژیم په وړاندې د تاوتریخوالي د راپورونو د پټولو په موخه د انټرنېټ ملي بندیز ولګاوه، ایران اوس د ۱۲ ساعتونو لپاره نږدې په بشپړ ډول له انټرنېټ څخه پرې شوی، او ملي اتصال شاوخوا د عادي کچې ۱فیصد ته راټیټ شوی دی.»

د پنجشنبې په ورځ له امریکايي ټلویزیوني شبکې فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې، له ټرمپ څخه وپوښتل شول چې ایا فکر کوي ایران د نسکورېدو په درشل کې دی؟

هغه په ځواب کې وویل: «هو، کېدای شي همداسې وي. هغوی پخوا هم دا کار کړی دی. خلکو باندې یې ډزې کړې دي، داسې خلک چې هېڅ وسلې نه لري، هلته ولاړ وي او هغوی پرې د ماشین‌ګڼو ډزې کوي، یا یې نیسي، زندانونو ته یې وړي، بیا یې ځړوي او وژني. نو هغوی سخت چلند کړی دی. ما ویلي وو، که دوی دا کار وکړي، موږ به پرې ډېر سخت ګوزار وکړو. او موږ چمتو یو چې دا کار وکړو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې د ایکس پاڼې «USAbehFarsi» د پنجشنبې په ورځ د مظاهرو د ۱۲مې ورځې په اړه په یوه پوسټ کې وویل: «د ایران د اسلامي جمهوریت رژیم تر اوسه لږ تر لږه ۳۸ کسان وژلي، له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان یې نیولي، او پر مظاهره‌چیانو ډزې کوي. خو دې کارونو د ایران خلک نه دي درولي. اعتراضونه ۱۱۱ ښارونو ته خپاره شوي، او په ټول هېواد کې سوداګرۍ او بازارونه تړل شوي دي. د بدلون غوښتونکو غږونه په ټول هېواد کې انګازې کوي او چوپ کېدلو ته غاړه نه ږدي.»

دغه مظاهرې د ډسمبر په ۲۸مه په تهران کې پیل شوې او وروسته ټول هېواد ته خپرې شوې. دا اعتراضونه د عامه خلکو د قهر له امله راپورته شول.

دا مطاهرې د هغو ستونزو په غبرګون کې راپاریدلي چې د ایراني رژیم د ناسم مدیریت او فساد له کبله د اقتصادي بحران د لا ژورېدو او د ډالر پر وړاندې د ایراني اسعارو د ارزښت د بې‌سارې کمښت سبب شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG