د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د ریال ارزښت په بیساري کچه لویدلی 


ریال د ډالرو په مقابل کې په بیساري ډول لویدلی دی
ریال د ډالرو په مقابل کې په بیساري ډول لویدلی دی

د ایران په حکومت باندې د نړیوالو د بندیزونو له کبله د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د ایران د کرنسۍ «ریال» ارزښت د ریکارډ په کچه ټېټ شوی دی.

د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۴ (کب لومړۍ) ۵۰۱۳۰۰ ریاله په یو ډالر تبادله کېدل. د بن بست ویبسایټ، چې د ایران د اسعارو د تبادلې له مارکیټونو څخه تازه معلومات او ارقام خپروي، دا خبر خپور کړی‌ دی. دا د ریالو د ارزښت د لویدیو تر ټولو ټېټه کچه بلل کېږي.

په ایران کې د انفلاسیون کچه ۵۰ سلنه ده. ایرانیان د خپلو شتمنیو د خوندي ساتلو لپاره یا ډالر اخلي، یا نورې کرنسۍ او یا هم سره زر، ځکه چې د ریالو ارزښت په نړیوالو بازارونو کې ورځ په ورځ خرابیږي.

په تېرو شپږ میاشتو کې ریال ۶۰ سلنه رالویدلي‌ دي.

په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر دونالډ ټرمپ په ایران باندې بیا بندیزونه ولګول چې ورسره د ایران د تیلو صادرات او بهرنیو اسعاروته یې لاسرسی محدود شول.

په همدې حال کې د ایران مرکزي‌ بانک ویلي‌ دي چې د بهرنیو اسعارو د تبادلې یوه بله څانګه پرانیزي چې د بهرنیو اسعارو تبادله اسانه او د رسمي مالي معاملاتو د راکړې ورکړې اندازه زیاته شي.

د مرکزي بانک مشر محمد رضا فرزین دایران دولتي تلویزون ته ویلي دي چې په دې راکړې ورکړې کې به تعین شوی قیمت د بازار نرخ ټاکل کېږي. ارنا اژانس وايي چې فرزین د ډسمبر په میاشت کې په دې هدف د مرکزي‌ بانک مشر وټاکل شو چې د بهرنیو اسعارو ارزښت ثابت وساتي.

د اسعارو د تبادلې په نړیوالو بازارونو کې داسې مهال د ریالو ارزښت لویږي‌ چې د امریکا او لویدیځو هېوادونو او دایران ترمنځ د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون ته د بیا ورګرځېدو خبرو نتیجه ورنکړه.

په هغه تړون کې پرېکړه شوې وه چې ایران به خپلې اتومي وسلي‌ نه غني کوي او په مقابل کې به نړۍ له هغه باندې بندیزونه لېرې کوي، خو د امریکا مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ وویل چې دا تړون ډېر نیمګړتیاوې لري او ایران ته یې ګټه زیاته ده. هغه په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه ووت، او اوس د ولسمشر بایډن اداره هڅه کوي هغه تړون بیا راژوندی کړي.

XS
SM
MD
LG