د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د تیلو د قیمت د ټیټیدو لپاره په اقداماتو غور کوي


د تیلو د قیمت د لوړیدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي
د تیلو د قیمت د لوړیدو په اړه اندیښنې زیاتې شوي

وروسته له هغه چې د تیلو یو شمیر تولیدونکو او صادرونکو هیوادونو د تیلو د تولیداتو د کموالي پریکړه وکړه، متحد ایالتونه د نړۍ په کچه د تیلو د قیمت د لوړیدو د مخنیوي لپاره په یو لړ اقداماتو غور کوي.

د اوپک پلس دلې OPEC+ چې د روسیې په ګدون د اوپک غړي هیوادونه او متحدین هم پکې دي د روانې اوونۍ په پیل کې وویل چې د راتلونکې میاشتې څخه به په ورځ کې د تیلو په تولید کې ۲ میلیونه بیرله کموالی راولي. هغه پریکړه چې اندیښنې یې رامنځ ته کړي دي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ اکتوبر شپږمه خبریالانو ته وویل چې د یادې ډلې په دې پریکړه ناهیلی شوی او دا یې "لنډ فکر" بللی دی.

نوموړي وویل:"موږ ګورو چې کومې ممکنه بدیلې لارې لرو." د بایډن دا څرګندونې ظاهرا د هغو راپورونو تایيد دي چې ویل کیږي د امریکا حکومت ممکن د ونزویلا له خودکامه سوسیالست حکومت سره چې د واشنګټن له خوا په رسمیت نه پيژندل کیږي، تماس ونیسي.

کارپوهان وایي د اقتصادي بندیزونو لرې کول چې د ایران او ونزویلا په شان هیوادونه یې د تیلو له صادرولو څخه منع کړي، کولی شي مارکیټ ته د ډیرو صادراتو د وړاندې کیدو لامل شي.

د تیلو د قیمت د ټیټیدو لپاره د واشنګټن اقدامات

متحدو ایالتونو د صادراتو د زیاتیدو په هدف سږ کال له خپلو ستراتیژیکو زیرمنو څخه څه باندې ۱۷۰ میلیونه بیرله تیل عرضه کړي او په پام کې لري چې راتلونکې میاشت ۱۰ میلیونه بیرله نور تیل هم بازا ته وړاندې کړي.

د امریکا حکومت همدارنګه د انرژۍ په کمپینو غږ کړی په داسې حال کې چې امریکایان مشکل سره مخ دی، بې سارې ګټه کوي.

د واشنګټن او ریاض اړیکې

په واشنګټن او خلیج کې د کارپوهانو او همدارنګه د لس ګونو حکومتي چارواکو سره د مرکو پر اساس، د متحدو ایالتونو د سخت مخالفت سره سره ، د تیلو د تولید د کموالي په اړه د اوپک پلس پریکړې د بایډن د حکومت او سعودي عربستان د شاهی کورنۍ ترمنځ تاوتریخوالي زیات کړي دي، هغه هیواد چې یو وخت په منځني ختیځ کې د واشنګټن سرسخت متحد ګڼل کیده.

دغو منابعو ویلي، سپینې ماڼۍ د اوپک د تولیداتو د کموالي د مخنیوي لپاره جدې هڅه وکړه.

بایډن هڅه کوي چې په دغه هیواد کې د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې یو ځل بیا د تیلو د قیمت د لوړیدو مخه ونیسي. واشنګټن همدارنګه هڅه کوي چې د اوکراین د جګړې پرمهال له انرژۍ څخه د روسیې د ګټې کچه هم محدوده کړي.

له موضوع څخه د دوو باخبره سرچینو په وینا، د امریکا حکومت د اوونیو لپاره اوپک پلس کې لابي‌ وکړه.

په وروستیو ورځو کې د انرژۍ، بهرنۍ پالیسۍ، او اقتصاد له برخو څخه جګپوړو امریکایي چارواکو، له خپلو بهرنیو سیالانو وغوښتل چې د تولید د کموالي پر ضد رایه ورکړي.

د انرژۍ په برخه کې د بایډن د حکومت جګپوړي استازي اموچ هوچسټین، د ملي امنیت چارواکي بریټ مک ګورک او د یمن لپاره د امریکا د حکومت استازي ټم لیندرکینګ تیره میاشت سعودي عربستان ته سفر وکړ څو د اوپک پلس د پریکړې په ګډون د انرژۍ په مسله د هغه هیواد له چارواکو سره بحث وکړي، خو هغوی د تولید د کموالي په مخنیوي کې ناکام شول.

XS
SM
MD
LG