د لاس رسي وړ اتصالات

رئیسي: په 'بلواګرو' مظاهره کوونکو 'هیڅ رحم' نه کوو


ابراهیم رئیسي، د ایران ولسمشر
ابراهیم رئیسي، د ایران ولسمشر

په ایران کې د پراخو مظاهرو په لړ کې ددغه هېواد ولسمشر، ابراهیم رئیسي د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۷ (مرغومی ۶) خبرداری ورکړ چې د اسلامي جمهوریت پر "دښمنانو" به "هیڅ رحم" ونه کړي.

څه باندې سل ورځې کیږي چې په ایران کې د حجاب د نه مراعتولو په تور د ۲۲ کلنې کردۍ مهسا امیني له نیول کېدو او د پولیسو په قید کې د هغې د مړینې په غبرګون کې پراخې مظاهرې پیل شوي دي. ایراني چارواکي زیاتره دغه مظاهره کوونکي "بلواګر" بولي.

ښاغلي رئیسي نن په تهران کې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د ایران او عراق تر منځ په جګړه کې د وژل شویو سرتیرو یادغونډې ته په وینا کې لاریون کوونکي " منافقان، شاهي غوښتونکي او د انقلاب ضد خوځښت کوونکي" وبلل او زیاته یې کړه چې "د ملت غېږه د هغو کسانو دپاره پرانیستې ده چې د نورو په لمسون پارېدلي دي."

ایراني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې د مظاهرو په لړ کې د امنیتي پرسونل په ګډون سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور نیول شوي دي.

له ایرن څخه بهر د بشري حقونو ملاتړې ډلي په مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۵۰ څخه لوړ بولي.

د روانې ډسمبر میاشت په پیل کې ایران دوه کسان د مظاهرو په تړاو اعدام کړل. د ایران قضائیه قوې ویلي دي چې نهه تنه نور په اعدام محکوم شوي او د دوو تنو د استیناف غوښتنه منل شوې ده.

د بشري حقونو ملاتړي وايي، د لسو په شاوخوا نور داسې کسان هم تورن شوي چې کیدای شي د مرګ له سزا سره مخ شي.

ایراني چارواکو متحده ایالات او یو شمېر اروپايي هېوادونه ددې مظاهرو په پارولو تورن کړي دي.

رئیسي تور پورې کړ چې "اسلامي ټولنه د خپلو عالي موخو څخه د منحرف کولو په هدف آوازې خپرېږي او په ټولنه کې د نفاق اچولو هڅه کیږي." هغه زیاته کړه چې بهرني هېوادونه "غلط" او په خپلو محاسبو کې خطا شوي دي.

XS
SM
MD
LG