د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران حکومت غواړي نور مظاهره کوونکي هم اعدام کړي


د حکومت ضد یو مظاهره کوونکي له اعدام وروسته، د ایران دولتي رسنیو ویلي چې ولسمشر ابراهیم رئیسي او نورو حکومتي چارواکو ژمنه کړې چې په یاد هیواد کې به د نارامیو ځپلو ته دوام ورکړي.

د ایران دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ ډسمبر اتمه وویل ۲۳ کلن محسن شکاري په تهران کې د یو سړک د بندولو او پر یو پوځي د برید له امله تر مجرم ګنل کیدو وروسته د همدې ورځې په سهار، اعدام شو.

ایراني چارواکو د غربي هیوادونو غبرګونونه، مداخله، دوه ګوني معیارونه او ریاکاري بللې او ژمنه یې کړې چې له مظاهره کوونکو سره به په هماغه شکل چې مخکې چلند کیده، رفتار وکړي.

د ایران ارنا خبري آژانس راپور ورکړی چې د هغه هیواد ولسمشر ابراهیم رئیسي د جمعې په ورځ په مظاهرو کې د وژل شویو امنیتي ځواکونو د درناوي په مراسمو کې وویل:"د امنیتي‌ ځواکونو د وژونکو پيژندنه، محاکمه او مجازات به په جدیت سره تعقیب شي."

دغې رسنۍ همدارنګه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان له قوله لیکي چې له "پاڅون کوونکو او د تاوتریخوالو او ترهګرۍ له عاملینو سره به د هیواد د قضایي قوانینو‌ پر اساس قضاوت وشي."

ایراني محاکمو له مظاهرو سره د ارتباط په تړاو حد اقل ۱۰ کسانو ته د مرګ سزا اورولې ده خو شکاري لومړی کس و چې په همدې تړاو اعدام شو.

د امریکا، بریټانیا او استرالیا په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو ددې اقدام په وړاندې پر ایران بندیزونه ولګول.

متحدو ایالتونو او کاناډا د جمعې په ورځ په یوې مشترکه بیانه کې وویل پر هغو ایراني چارواکو یې بندیزونه لګولي چې د بشري‌ حقونو په نقض او د مظاهرو په ځپلو کې چې د هغه هیواد د خلکو اساسي حق دی، لاس لري.

جرمني د محسن شکاري اعدام غندلی او په برلین کې یې د ایران سفیر احضار کړی دی.

اروپايي دیپلوماتانو ویلي اروپايي ټولنه چمتو ده چې د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې پر ایران اضافه بندیزونه نهایي کړي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو لوی کمیشنر ولکر تورک د جمعې په ورځ په ژنیو خبریالانو ته وویل چې د ایران وروستی اقدام د اندیښنې وړ او نورو مظاهره کوونکو ته د ناوړه پیغام دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو موادو له مخې په ایران کې د جمعې په ورځ هم مظاهرې روانې وې. مظاهره کوونکي هغه سړک خوا ته چې شکاري نیول شوی و اعتراض وکړ.

XS
SM
MD
LG