د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په ایران نوې بندیزونه لگوي


د امریکا د کانگرس غړیو د سه شنبې په ورځ په ایران باندې د نوو بندیزونو لپاره رایگیرې وکړه چې د کانگرس گڼ شمیر غړو پکې د بندیزونو په پلوۍ راې ورکړی. د امریکا حکومت په داسې حال کې په ایران بندیزونه لا نور زیاتوې چې د دغو دواړو ملکونو اړېکې خرابې دي.

دغه بندیزونه به په ایران برسیره په روسیې او شمالې کوریا هم ولگول شي. په روسیې باندې دا تور دی چې د امریکا د تیر کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې مداخله کړېده او هم په دی علت پرې بندیزونه لگول کیږې.
په شمالي کوریا او ایران باندې د اتومې وسلو د پروگرام په وجه بندیزونه لگول کیږي.

د امریکا په کانگرس کې د دغې لایحې په حق کې ۴١٩ رایې او په مخالفت کې یې یواځې درې رایې ورکړل شویدي.

په واشنگټن کې ځینې کارپوهان وایي چې تهران به دغو بندیزونو ته ځواب وایي او د اتومي وسلو جوړولو ته به زور ورکړي. د یادونې وړ ده چې په ٢٠١٥ کال کې د امریکا په مشرۍ شپږو قدرتمندو هیوادونو د ایران سره د اتومي وسلو په سر یو تړون لاسلیک کړې و چې ښاغلي ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ د دورې د پېلیدو نه وروسته ختم کړ.

د ایران د دفاع وزیر حسین دیغان تیره اونۍ اعلان کړی و چې هغوي د سید ٣ په نوم توغندی ازمویلی دی.
د ایران مطبوعاتو د دغه توغندي د سرعت په هکله رپورټونه خپاره کړیدي. ځینې کارپوهان وایي چې ایران د ولسمشر ټرمپ د دورې د شروع کیدو نه وروسته د توغندیو پروگرام چټک کړیدی.

د امریکا د دفاع وزیر جم میټس تیره میاشت ایران ته خبردارې ورکړ چې اتومي پروگرام دې بند کړې او وی ویل چې پکار ده په ایران کې حکومت بدل شي.

ایران د امریکا د ولسمشر ټرمپ د سعودي عربستان سره د ١١٠ ملیاردو ډالرو پوځې تړون لاسلیک کول هم ځان ته خطر بولې.

XS
SM
MD
LG