د لاس رسي وړ اتصالات

په عربستان کې ډله ییز اعدام؛ ایران د سعودي سره خبرې وځنډولې


د سعودي او عراق تر منځ دا خبرې د تیر یو کال راپدیخوا د عراق په منځګړتوب کیدې.
د سعودي او عراق تر منځ دا خبرې د تیر یو کال راپدیخوا د عراق په منځګړتوب کیدې.

یوه ورځ وروسته تر هغه چې سعودي عربستان ۸۱ کسان په ترهګرۍ او نورو تورونو تورن و اعدام کړل، د ایران اسلامي جمهوریت د سعودي سره خپلې مخفي خبرې په موقتي توګه وځنډولې.

دا خبرې د عراق په منځګړتوب د ریاض او تهران تر منځ د کړکیچ د کمولو لپاره کیدې.

د ایران د نورنیوز خبري اژانس چې د دې هیواد د ملي امنیت د عالي شورا سره نږدې اړیکې لري راپور ورکړی چې دا خبرې ایراني لورې په یو اړخیزه توګه ځنډولي چې د تیر یو کال راپدیخوا د عراق په منځګړتوب روانې وې.

ایران پداسې حال کې د سعودي عربستان سره د دپلوماتیکي اړیکو د بیرته عادي کیدو لپاره دا خبرې ځنډولي چې د عراق د بهرنیو چارو وزیر تازه ویلي و چې ټاکل شوې ددې خبرو پنځم پړاو د همدې را راونې چهارشنبې په ورځ پیل شي.

د ایران پدې خبري اژانس کې د خبرو د ځنډلو دلیل ندی روښانه شوی خو یوه ورځ وروسته تر هغه ځنډیږي چې په سعودي عربستان کې ۸۱ کسان اعدام کړل.

پدې کسانو د قتل او د وسله والو ډلو سره د لاس لرلو تورونه و. په سعودي عربستان کې فعالین وایي چې په اعدام شویو کې تر ۳۰ ډیر یې شعیه ګان و.

د سعودي عربستان او ایران تر منځ دا خبرې د عراق په منځګړتوب وروسته تر هغه پیل شوي چې سعودي غوښتل په یمن کې د حوثي یاغیانو سره چې ایران یې تر شا ولاړ دی، خپله ناوړه جګړه پای ته ورسوي.

خو د سعودي او ایران تر منځ دا خبرې پداسې حال کې ځنډیږي چې په منځني ختیځ کې وضعیت بحراني دی. ایران د شنبې په ورځ ادعا وکړله چې د عراق د اربیل په ښار کې د متحده ایالاتو قونسلګرۍ سره نږدې چې کوم توغندي لګیدلي، دې هیواد وار کړي.

د ایران اسلامي جمهوریت وایي دا توغندي یې د اسرائیل د هغه برید په غبرګون کې کړي چې په سوریه کې یې په ایراني ځواکونو کړی او د سپاه پاسداران انقلاب دوه غړي پکې وژل شوي و.

په یمن کې د دې جګړې له کبله د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین پیښ شوی.

سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې یو کال وروسته چې حوثیانو په یمن کې په نړیواله کچه په رسمیت پیژندل شوي حکومت څخه پایتخت صنعا ونیوه، د نورو عربي هیوادونو سره په ګډه په حوثي یاغیانو هوایي بمبارۍ پی کړلې.

په ځواب کې حوثي یاغیانو په سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او دننه په عراق کې د سعودي په اهدافو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل.

XS
SM
MD
LG