د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق صدراعظم: د ایران او عربستان کړکیچ په ختمیدو دی 


د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي په یوه مرکه چې د شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (غوایي ۱۰) خپره شوې ویلي دي چې د سیمه ییزو سیالانو ایران او سعودي عربستان ترمنځ څو کلن کړکیچ په ختمیدو دی.

عراق چې ددغو دوو هیوادونو ګاونډی دی د تیر کال په اوږدو کې یې د ایران او سعودي عربستان د استازو ترمنځ د اړیکو د بیرته عادي کولو لپاره د خبرو د پنځو پړاونو کوربتوب کړی دی.

په بغداد کې ددې خبرو د وروستي پړاو وروسته عراقي چارواکو په پرله پسې توګه خوشبیني ښودلې او ویلي یې دي چې د خبرو شپږم پړاو حتمي پیل کیدونکی دی او حتی د ایران او عربستان ترمنځ یې د دپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل کیدو تمه هم څرګنده کړې ده.

د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي د الصباح دولتي ورځپانې سره په مرکه کې ویلي: « په سعودي عربستان او د ایران اسلامي جمهوریت کې زموږ وروڼه د سیمې اوسني وضعیت ته په کتو سره په لوی مسؤلیت سره خبرو ته کېني.»

هغه زیاته کړې، «مونږ باور لرو چې پخلاینه نژدې ده» او په وینا یې دا کار به سیمه ییز ثبات رامنځته کړي.

ایران او سعودي په ۲۰۱۶ کې خپلې دپلوماتیکې اړیکې وشلولې. دغو دوو هیوادونو سیمې په څو کړکیچونو کې د سیالو اړخونو خوا نیولې، لکه په یمن کې چې تهران د حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او ریاض د یمن د حکومت په پلوۍ د پوځي ایتلاف مشري کوي.

په ۲۰۱۶ کې ایراني مظاهره کوونکو په ایران کې د سعودي عربستان په دپلوماتیکو ماموریتونو وروسته له هغه بریدونه وکړل چې سعودي عربستان یو شیعه مذهبه عالم نیمر النیمر اعدام کړ. ریاض په غبرګون کې د تهران سره خپلې اړیکې وشلولې.

د سه شمبې په ورځ د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو چې خبرې «روانې دي...او کیدای شي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو د بیرته ټینګیدو سبب شي.»

XS
SM
MD
LG