د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران او سعودي کړکیچ د سوریې د سولې خبرې عبث کوي


په ملګرو ملتونو کې د برتانیې استازی میتیو رای کرافټ
په ملګرو ملتونو کې د برتانیې استازی میتیو رای کرافټ

په ملګرو ملتونو کې د برتانیې استازي میتیو رای کرافټ د ایران او سعودي عربستان تر منځ د کړکیچ د کمیدو غوښتنه کړې.

ښاغلي کرافټ خبرداری ورکړی چې د دغو دواړو هیوادونو تر منځ کړکیچ به د یمن او سوریې د کورنۍ جګړې د حل لپاره خبرې عبث کړي.

د برتانیې استازي د امریکا د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو په عمومي دفتر کې خبریالانو ته وویل " ټول هیوادونه باید چې د کړکیچ د کمیدو لپاره په سیمې کې د خپل اثر او رسوخ نه کار واخلي. "

د برتانیې سفیر رای کرافټ د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا نه وغوښتل چې په یوې اعلامیې کې دې د ټولو هیوادونو نه وغواړي چې د دیپلوماتانو او دیپلوماتیکې سیمو د حفاظت لپاره دې د ویانا د کنوانیسون د پریکړو احترام وکړي.

په همدې حال کې ترکیې هم د سعودي عربستان او ایران نه غوښتي دي چې کړکیچ دې کم کړي. د ترکیې د صدارعظم مرستیال نعمان کورتولموش د کابینې د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې " په منځنی ختیځ کې وار د مخه وضعیت ډیر خراب دی او دغه سیمې د یوه نوي کړکیچ برداشت نلري. "

بل پلو ایران د سعودي عربستان په سفارت په بریدونو "خواشیني" ښودلې او ویلي یې دي چې هغه کسان به هرو مرو ونیسي چې دغه بریدونه یې کړیدي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي غلام علي خوشرو د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ته په یوه لیک کې ویلي دي چې " د ایران اسلامي جمهوریت به په راتلونکې کې د دغه شان پیښو د مخنیوي لپاره ټول لازم اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG