د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي د تهران پنځه بریدگر سوني وهابیان وو


ترهگرو د چارشنبې په ورځ د ایت الله خمیني په مقبرې او د ایران په پارلمان بریدونه وکړل
ترهگرو د چارشنبې په ورځ د ایت الله خمیني په مقبرې او د ایران په پارلمان بریدونه وکړل

د ایران د اطلاعاتو وزارت وایي هغو پنځو کسانو چې په تهران کې یې بریدونه وکړل، د اسلامي دولت د ډلې په لیکو کې جنگیدلي وو.

دغو بریدگرو د چارشنبې په ورځ د ایران په پارلمان او د ایت الله خمیني پر مقبرې بریدونه وکړل چې په کې ١٧ تنه ووژل شول او څه دپاسه ۴٠ تنه نور ټپیان شول.

د ایران د اطلاعاتو وزارت په خپله ویبپاڼه کې د بریدگرو د مړو عکسونه او د هغوی نومونه خپاره کړي خو وایي د امنیتي او شخصي دلیلونو په خاطر د هغوی تخلصونه نه په ډاگه کوي چې کورنیو ته یې تاوان ونه رسیږي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا یو لوړپوړي غړي رضا سیف الهي رسنیو ته ویلي دي چې د چارشنبې د ورځې بریدگر ټول د ایران اتباع دي.

ایراني مقامات وایي چې دغو کسانو له اوږدې مودې راهیسې وهابیت ته مخه کړې وه چې په سعودي عربستان کې یوه منل شوې طریقه ده. خو په مستقیمه یې سعودي عربستان ددې بریدونو په تړاو نه دی غندلی.

د ایران د اطلاعاتو وزارت ویلي دي چې دغو پنځو کسانو د عراق په موصل او د سوریې په رقه کې د اسلامي دولت یا داعش په لیکو کې جگړې کړې وې او بیا په تیر اگست میاشت کې بیرته ایران ته راغلي وو. دغې ادارې نه دي ویلي چې دا بریدگر د ایران د کوم ولایت اوسیدونکي وو. یوه ښځه چې د بریدگرو سره مله وه او ټپي شوې، د ایران امنیتي قواو نیولې ده.

د اسوشیتیدپرس اژانس وایي په تهران کې دغه بریدونه په داسې حال کې کیږي چې یو شمیر سني عرب هیوادونو چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ یې ملاتړ کوي، د ایران پر وړاندې یې سخت دریځ غوره کړې دی.

سپینې ماڼۍ یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې ښاغلي ټرمپ د تهران بریدونه غندلي دي او د قربانیانو سره یې خواخوږي څرگنده کړې، خو په عین وخت کې یې دا هم ویلي چې ایران پخپله د تروریزم ملاتړی هیواد دی "هغه هیوادونه چې د تروریزم ملاتړ کوي د هغه شیطان په منگلو کې ایساریږي چې پخپله یې پالي".

د ښاغلي ټرمپ دغو څرگندونو په ټولنیزو رسنیو کې د ایرانیانو غوسه پارولې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټویټر کې د سپینې ماڼۍ څرگندونې "له نفرته ډکې" گڼلي او امریکا یې د ترهگرۍ په ملاتړ تورنه کړې ده. هغه لیکلي چې "د ایران خلک د امریکا د متحده ایالاتو د دوستۍ دا ډول ادعا ردوي".

له بلې خوا د ایران سپاه پاسداران په غیر مستقیمه توگه ددغو بریدونو پړه په سعودي عربستان اچولې ده او په یوه اعلامیه کې یې ویلي دي چې سعودي عربستان په "پرله پسې توگه" د داعش په گډون د ترهگرو ملاتړ کوي او زیاتوي چې د اسلامي دولت د ډلې له لورې د تهران د بریدونو مسؤلیت منل په دغه "وحشیانه عمل" کې د (سعودي عربستان) لاس درلودل ښکاره کوي.

په دې ترڅ کې د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې "د ایران حکومت باید ددغه برید نه د سعودي عربستان پر ضد استفاده ونه کړي او د هغه هیواد د تورنولو ادعا هم ونه کړي، ځکه چې دا کار سعودي عربستان نه دی کړی."

ایراني پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې شپږ تنه یې ددې پیښې په تړاو د پلټنو لپاره توقیف کړي دي.

XS
SM
MD
LG