د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي: هلمند سیند کې د اوبو بهیر وچکالۍ له امله اغیزمن شوی


افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او کابل کې ددغه هیواد سفیر وايي، چې ایراني تخنیکي ټیم د هلمند د سیند د اوبو د کچې سنجولو له مرکز څخه د لیدنې وروسته په راپور کې ویلي، چې دغه سیند کې د اوبو کچه د وچکالۍ له امله د اباد کال پرتله کمه ده.

طالبانو نږدې دوه اونۍ دمخه یو ایراني تخنیکي ټیم ته په لومړي ځل ددې اجازه ورکړه، چې د ارزګان ولایت د دهراوود په ولسوالۍ کې د هلمند د سیند د اوبو د کچې د سنجولو له مرکز څخه لیدنه وکړي.

ددې لیدنې وروسته افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی او کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي، د ایکس ټولنیزې شبکې کې په خپله رسمي پاڼه د یکشنبې په ورځ اګست ۲۰( زمري ۲۹) لیکلي، چې دغه تخنیکي پلاوي د هلمند په سیند کې د اوبو د کچې کمیدل تائید کړي دي.

ښاغلي قمي ویلي:"د لېږل شویو کارپوهانو د نظر له مخې چې دهراوود دستګاه کې یې د اوبو کچه اندازه کړې ( اوبو د جریان کچه د بهیدلو په حال کې د ۱۴۰۲ لمریز کال د زمري میاشت کې) د یو نورمال اوبیزکال پرتله کمه راپور شوې ده."

افغانستان کې د ایران دغه لوړپوړې دپلومات د طالبانو د حکومت له خوا ایراني تخنیکي پلاوي ته د هلمند د اوبو د بهیر څخه د لیدنې اجازه د افغانستان او ایران ترمنځ د ښه ګاونډیتوب او تعامل لپاره یو مثبت اقدام بللی دی.

د روان کال په پیل کې د هلمند د اوبو د ویش مسله د افغانستان او ایران ترمنځ په یوې ډیرې جدي مسلې بدله شوې وه او حتی چې د دواړو خواو ترمنځ په سرحد کې د جګړو د پیلیدو په باب یې اندیښنې هم زیاتې کړې وې.

همداشان د ایران د انرژۍ وزیر علی اکبر محرابیان هم د ایران د ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې وچکالي ډیره جدي ده.

ښاغلي محرابیان ویلي:" په افغانستان کې د اورښت کچې ته په پاملرنې ایران په دغه هیواد کې خپله ونډه لري او زمونږ ونډه قانوني ده او د هغې غوښتنه کوو".

د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د تیرې سه شنبې په ورځ کابل کې طالبانو واک ته د بیا رسیدلو د دوییم کال په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د ایران سره د اوبو پر سر لانجه د جګړې پرته په ښه ډول هواره شوې ده.

ددې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د اګست ۱۳ (زمري۲۲) په یوې اعلامیې کې د هلمند د سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره دغې سیمې ته د تللي ایراني تخنیکي پلاوي د کتنې پر مهال ویلي و، چې د ایراني پلاوي د سفر هدف د "ابهامونو لیرې کول" و تر څو هغوي وکړی شي د "هلمند پر سیند د دهراوود د اوبو اندازه کولو دستګاه کې د اوبو جریان وګوري او اندازه یې کړي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې چې ایکس (ټویټر) په ټولنیزې شبکې کې یې خپره کړې ویل شوي چې د ایراني چارواکو د معاینې پر وخت معلومه شوې چې پدې سیند کې د اوبو جریان " د تیرو کلونو په تداوم د نورمال اوبیز کال څخه په مراتبو کم ارزیابي کړ" او دلیل یې هم وچکالي او په نړۍ د اقلیم بدلون ښودل شوی.

په اعلامیې کې ویل شوي، " په هغه ورځ چې ایراني پلاوي د دهراود په دستګاه کې اوبه اندازه کړلې، د اوبو جریان په یوه ثانیه کې له اوه متر مکعب څخه کم و چې دا وضعیت په اقعیت سره ټکان ورکوونکی دی".

په اعلامیې کې ویل شوي چې د ایراني پلاوي په ازیابۍ کې معلومه شوه چې د هلمند سیند "خورا کم د اوبو جریان لري او معاون سیندونه یې لکه ارغنداب، موسی قلعه، ارغستان او ترنک په بشپړه توګه وچ دي او یوازې د سیلابونو پر مهال پکې اوبه بهیږي."

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو د ویش په اړه یو یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې، افغانستان باید هر کال د هلمند سیند له اوبو څخه ۸۲۰ میلیون متر معکب اوبه ایران ته ورکړي. خو په دغه تړون کې د اوبو دا اندازه د یو اباد او عادي کال د شتون په صورت کې ښودل شې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG