د لاس رسي وړ اتصالات

قمي: د ایران یو تخنیکي پلاوي د هلمند د سیند د اوبو بهیر کتلی


د افغانستان په چارو کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمی قمي ویلي، چې یو ایراني تخنیکي پلاوي د هلمند د سیند د اوبو له سرچینو څخه لیدنه کړې ده.

ښاغلي قمي د یکشنبې په ورځ اګست ۱۳ (زمري ۲۲) د ایران د فارس خبري اژانس ته ویلي: "اوس مهال یو فني پلاوی په کابل کې دی، کتنه ترسره شوې او ډیر ژر به راپور زمونږ لاس ته راورسیږي".

د افغانستان په چارو کې د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي د وینا پر اساس دا لومړی ځل دی، چې ایراني منخصیصین د ارزګان ولایت د هراوود په سیمه کې د هلمند د سیند د اوبو د سنجولو له مرکز څخه لیدنه کوي.

دا کتنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د ایران حکومت په پرله پسې ډول د طالبانو له حکومت څخه غوښتي و، چې یو ایراني تخنیکي پلاوي ته دې د هلمند د سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره ددغه سیند د اوبو د بهیر څخه د لیدنې اجازه ورکړي.

د طالبانو حکومت د ښاغلي قمي ددغو څرګندونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې افغانستان د هلمند د سیند د اوبو د ویش په اړه دغه هیواد سره د ۱۳۵۱ لمریز کال تړون ته ژمن دی.

څه موده دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کیعاني تهران کې ویلي و، چې د هلمند د اوبو په سر د طالبانو سره لومړنۍ موافقه ترلاسه شوې ده.

ښاغلي کیعاني د جولای ۳۱ (زمري نهم) خبریالانو ته ویلي و: "په مختلفو کچو باندې خبرې ترسره شوي او په دې وروستیو کې مو د افغانستان د مقاماتو سره جدي خبرې لرلې. همدارنګه موافقه هم شته دی. هیله لرو د افغانستان چارواکي په مسوولانه ډول عمل وکړي".

د ایران حکومت هم په پرله پسې ډول ویلي، چې هیواد یې د هلمند د سیند د اوبو د ویش په اړه د افغانستان سره د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دی.

د روان میلادي کال په سر کې د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو د ویش په سر جنجال د دواړو هیوادونو ترمنځ تر یوې وسله والې سرحدي نښتې پورې رسیدلی و.

دا سرحدي نښته وروسته له هغې وشوه، چې د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د دغه هیواد د سیستان بلوچستان ولایت ته د سفر پر مهال د طالبانو حکومت ته ګواښ کړی و، چې د هلمند د سیند په اوبو کې دې د دغه هیواد حق ابه ورکړي.

رئیسي د مۍ په ۱۸ (ثور۲۸) خبریالانو ته وویل: "زما خبره جدي‌ ونیسئ بیا وروسته ګیله ونکړئ چې موږ ته ویل شوي نه وو یا داسې مو انګیرله چې د دپلوماسۍ او سیاست او د وخت په تیریدو سره ددې موضوع څخه تیریږو".

د ایران د جمهور رئیس دې څرګندونو ته د طالبانو د حکومت د ویاند څرګندونې هم تندې وې. ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دا ډول څرګندونې د دوه هیوادونو ترمنځ سیاسي فضا خرابولی شي او د هيڅ طرف په ګټه نه دي او باید، چې تکرار نشي

ذبیح الله مجاهد ویلي: "ایراني چارواکي د هلمند د اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، دا چې واقعیت سم نه وي مطالعه شي، او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوه وروڼو او مسلمانو هیوادونو د خلکو او هیوادونو ترمينځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هيڅ جهت په ګټه نه ده او باید تکرار نشي".

افغانستان او د ایران پخواني پادشاهي حکومتونو په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو د ویش تړون لاسلیک کړی و، چې له مخې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړي.

د افغانستان پخواني حکومت ویلي، چې په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو او د افغانستان د اوبو د نه مدیریت له امله هر کال د هلمند د سیند څخه شاوخوا ۲،۵ میلیارد متر مکعبه اوبه چې د ۱۳۵۲ کال د معاهدې د ټاکل شوې حد درې برابره کیږي ایران ته بهیدلې دي.

افغانستان او د ایران په ځینو سرحدي سیمو کې د اوږدو کلنو وچکالۍ د سرحد په دواړو خواو کې اوبو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته کړې ده. د وچکالۍ سربیره افغانستان په دې وروستیو کلنو کې د هلمند د سیند په اوږدو کې د کمال خان بند هم اباد کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG