د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران اټومي انرژۍ پورې اړوندې یوې ادارې د ایمیلونو سرور هک شوی


پداسې حال کې چې په ایران کې د مهسا امنیي تر مړینې وروسته پدې هیواد کې د حکومت ضد مظاهرې لا هم روانې دي، د ایران د اتومي انرژۍ ادارې ویلي چې د د یوې اړوندې ادارې د ایمیلونو سرور هک شوی.

د ایران د اتومي انرژۍ ادارې یکشنبه اکټوبر ۲۳ (لړم۱) د کوم هیواد نوم ندی اخیستی چې د ایمیلونو دا سرور یې هک کړی خو دومره یې ویلي چې برید د بهر څخه شوی او هدف یې د "پام جلبول" دي.
یوه ډله چې ځان (Black Reward) بولي د جمعې په ورځ یې په ټویټر کې د ایران اسلامي جمهوریت ته خبرداری ورکړی و "که ټول سیاسي بندیان، د وجدان بندیان او هغوي چې په تازه مظاهرو کې نیول شوي، تر ۲۴ ساعتونو خوشې نشي د ایران د اټومي پروګرام په هکله معلومات به خپاره کړي".


دې ډلې په ټولنیزو شبکو کې ویلي و هغه اسناد چې د خپرولو خبرداری یې ورکړی، د ایران د یوې اتومي بټۍ یوه لنډه ویډیو هم پکې شامله ده او داسې اسناد به هم خپاره کړي چې تړونونه، نقشې او د تنخوا اړوند معلومات پکې شته دي.

د ایران د اتومي انرژۍ ادارې په اعلامیې کې منلې چې د اتومي انرژۍ د تولید او پراختیا شرکت د ایمیلونو سرور هک شوی خو په عین حال کې یې د هغو اسنادو چې ښایي هکرانو ته په لاس ورغلي و، اهمیت کم بللی.


په اعلامیې کې ویل شوي، "یوې سرچینې د یو ځانګړي بهرني هیواد څخه د دې شرکت ایمیلونو ته غیر مجوز لاسرسی پیدا کړی او د دې سبب شوی چې ځیني مواد او ایمیلونه په ټولنیزو شبکو کې خپاره شي".


د ایران د اتومي انرژۍ په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې په ایمیلونو کې تخنیکي پیغامونه او عادې او د ورځنیو موضوعاتو اړوند خبرې اترې خپرې شوې.

د ایران اتومي انرژۍ همدرانګه ویلي چې ددې کار هدف د عامو خلکو د پام جلبول دي او غواړي چې په دا ډول کړنو سره د رواني عملیاتو لپاره شرایط برابر کړي.


دا معلومات پداسې حال کې خپریږي چې د تیرې سپټمبر د میاشتې د ۱۶ مې نیټې راپدیخوا چې یوه پیغله نجلۍ د ایران د اخلاقي امنیت د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته په روغتون کې مړه شوه، د حکومت ضد پراخې مظاهرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG