د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: اتومي مذاکراتو کې پرمختګ شوی 


په ویانا کې د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ مذاکرات
په ویانا کې د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ مذاکرات

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته د بیا ګرځېدو لپاره د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو سره مذاکراتو کې مهم پرمختګ شوی، خو یو لړ مهم موضوعات لا هم ندي حل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید کاتبزاده د دوشنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولي ۹) وویل چې: «په ویانا کې د خبرو هر پړاو کیدای شي وروستی پړاو اوسي. مونږ باید بیړه ونکړو. مونږ مهم پرمختګ کړی، خو عمده موضوعګانې پاته دي.» ښاغلي کاتبزاده ویلي دي چې «تهران د ویانا خبرې په ټپه نه دروي.»

ایران او د نړۍ شپږو ځواکمنو هیوادونو د اپریل میاشتې راهیسې د اتریش په پلازمینه ویانا کې خبرې پیل کړي دي چې یوې موافقې ته سره ورسیږي او بیرته د اټومي تړون موافقې ته مخه کړي.

وروسته له هغې چې درې کاله وړاندې د امریکا پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ایران له اټومي تړون نه ووت او پر ایران یې بیرته بندیزونه ولګول، تهران په لوړه کچه د یورانیمو د غني کولو بهیر پیل کړی.

خو د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ویلي که تهران لومړی د یورانیمو غني کول محدود کړ، چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو عامل ګڼل کیږي، واشنګټن به د ایران او شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ اټومي تړون ته بیرته ورستون شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې: «ټول بندیزونه باید لرې شي او دا باید ایران یې تائید کړي...بیا به مونږ د خپل اټومي مختګ نه پر شا شو.»

د سیمې یو دپلومات چې په اټومي مذاکراتو کې ښکیلو غربي چارواکو سره یې خبرې کړي وایي: «یوه موافقه چې د پرمختګ لپاره د واشنګټن او تهران ژمنې په ډاګه کوي» په همدې اونۍ کې به په ویانا کې اعلان شي.

XS
SM
MD
LG