د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران پلوه ملېشو د ډرون بریدونو د مخنیوي لارې چارې لټوي 


جنرال مکنزي عراق ته تللی و
جنرال مکنزي عراق ته تللی و

د منځني ختیځ لپاره د امریکايي ځواکونو قوماندان فرانګ مکنزي وايي چې په را روانو کلونو کې به په عراق کې د ایران پلوو ملېشو د کوچنیو بې پیلوټه الوتکو بریدونه نور هم زیات شي.

نوموړی داسې مهال دا خبره کوي چې یوه میاشت مخکې په عراق کې په مېشتو امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې برید وشو.

ښاغلي مکنزي وویل چې د دا ډول بریدونو مخه نیول د هغوی لپاره لومړیتوب لري.

جنرال مکنزي‌ وویل چې امریکا باید د خپلو «دښمنانو له لوري د دغو ډرون الوتکو د استعمال» د مخنیوي نورې لارې چارې ولټوي.

هغه وویل: «موږ جدي کار کوو چې داسې تخنیکي حل لار ولټوو چې د بې پيلوټه الوتکو په ضد ډېره اغیزناکه وي.»

په دغو لارو چارو کې د بې پيلوټه الوتکې او د کنترول کوونکي ترمنځ یې د اړیکو پرې کول او د رادارا د زېرکو الو لا ښه کول شامل دي چې د بې پیلوټه الوتکو په اړه چټک خبرداری ورکړي‌. هغه وویل همدغه راز د فعالو الکترونیکي اغیزناکو لارو په موندلو هم کار روان دی چې ډرون الوتکې په نښه کړي.

جنرال مکنزي زیاته کړه: «د (مرکزونو) احاطه کول او لوړې جالي (اغزنې کټارې) لګول هم ښايي د وقایوي اقدام په توګه په پام کې ونیول شي. موږ هر اقدام ته چمتو یو.‌ پوځ په دې اړه ډېر جدي کار کوي.‌ خو بیا هم موږ لا هغه ځای ته رسېدلي نه یو،‌ چې غواړو ورسېږو.»

د اپریل په میاشت کې د عراق د شمال هوايي مرکز ته نژدې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف ځواکونو په مرکز د بې پیلوټه الوتکې برید وشو. په برید کې اور ولګید، او یوه ودانۍ یې زیانمنه کړه خو تلفات یې نه درلودل.

هېڅ یوې ډلې د دغه برید مسولیت ونه مانه. خو تر دې مخکې امریکايي چارواکو په بهرنیو ځواکونو باندې د توغندیو په بریدونو کې ایران پلوه ملېشې مسولې ګڼلې وې.

په عراق کې د ایران د سپاه پاسداران د مشر قاسم سلیمان له وژل کېدو وروسته په بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي دي.

ښاغلي مکنزي وویل چې له دغې پېښې وروسته ملېشو ډلو ته دا فکر پیدا شو چې امریکايي ځواکونه به له عراق څخه وځي او هغوی هم بریدونه زیات کړل. هغه وايي چې امریکا او د ایتلاف ځواکونه لا هم په عراق کې ناتکمیل شوی ماموریت لري‌ چې د داعش ډلې ماتول دي.

جنرال فرانک مکنزي د پنجشنبې په ورځ عراق ته تللی و او پوره ورځ یې هلته تېره کړه. له هغه سره یو شمېر خبریالان هم مل وو، خو ټولو ته ویل شوي وو چې تر څو هغه له عراق څخه وتلی نه وي،‌ د امنیتي ملحوظاتو له کبله د هغه د سفر په اړه راپورونه خپاره نکړي.

هغه له عراق څخه مخامخ سوریې ته ولاړ او هلته یې هم د امریکایي ځواکونو سره ولیدل.

XS
SM
MD
LG