د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: امریکا دې بندیزونه لیري کړي نو په خبرو به غور وکړو


ایران وایي که امریکا پرې لگیدلي بندیزونه لیري کړي نو د امریکا سره به د خبرو په پیلولو غور وکړي.

د ایران چارواکي وایي چې د هغوي روحاني مشر ایت الله خامنایي د امریکا سره د خبرو لپاره د هغوي نه د بندیزونو د لیری کولو شرط ایښی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس ارنا وایي چې د دغه ملک د استخباراتي اداری وزیر جینس محمور علاوي تائید کړیده چې خامنایي د امریکا سره د خبرو لپاره خپل شرط وړاندی کړیدی.

د یادونې وړ ده چې ایت الله خامنایي د امریکا پر وړاندې سخت دریځ لري او څو وارې یې ویلي و چې د امریکا سره د خبرو هیڅ نیت نه لري.

محمود علاوی وایي چې امریکا ته د ایران د پوځي قدرت اندازه شویده او هغوي اوس په ایران د برید تصور هم نه شي کولی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا او د ایران اړیکې تر دې بریده خرابې شوې وی چې حتی ولسمشر ټرمپ خپلو عسکرو ته د برید د تیارسۍ امر کړی و خو بیا یې دغه امر بیرته واخیسته. ولسمشر ټرمپ وویل چې د خلکو د ځاني تاوان د اندیښنې له کبله یې په ایران د برید نیت بدل کړ.

XS
SM
MD
LG