د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه غواړي د ایران او واشنګټن ترمنځ لانجه حل کړي


د ترکیې ولسمشر اردوغان دا خبره هم کړې ده چې ښايي تهران ته ولاړ شي او له ایراني چارواکو سره وویني
د ترکیې ولسمشر اردوغان دا خبره هم کړې ده چې ښايي تهران ته ولاړ شي او له ایراني چارواکو سره وویني

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي چمتو دی چې د واشنګټن-تهران ترمنځ د ستونزې د حل لپاره منځګړی شي.

هغه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خپل منځګړیتوب په اړه یې د جي-۲۰ هېوادونو په غونډه کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو آبه سره هم خبرې کړي دي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ۴-چنګاښ۱۳) وویل چې د جاپان له صدراعظم څخه یې غوښتي دي چې که وکولی شي په ګډه د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ د ستونزو په حل کې لاس په کار شي.

نوموړي په چین کې یو شمېر ترکي خبریالانو ته وویل چې غواړي تهران ته ولاړ شي او هلته له ایراني چارواکو سره هم په دې اړه خبرې وکړي.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د ستونزو په لړ کې ایران خبرداری ورکړی دی چې خپل اتومي پرګرام به په لوړې کچې له سره پیلوي.

خو ولسشمر ټرمپ د ایراني چارواکو د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې " ایران له اور سره لوبې کوي". سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې د ولسمشر ټرمپ له خولې لیکلي دي چې امریکا به هېڅلکه هم ایران ته اجازه ورنکړي چې اتومي وسلې ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG