د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سره پر پوله د ایران لس پوځیان تښتول شوي


جیش العدل ډله وايي دا کار یې له سنیانو سره د ایران د حکومت د بد چلن په خاطر کړی دی.
جیش العدل ډله وايي دا کار یې له سنیانو سره د ایران د حکومت د بد چلن په خاطر کړی دی.

د جیش العدل سني اورپکې ډلې د دغو کسانو د تښتولو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

دا ډله وايي دا کار یې له سنیانو سره د ایران د حکومت د بد چلن په غچ اخیستنې کې کړی دی.

په تښتول شویو کسانو کې د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسدران ځينې غړي هم دي. دوی د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۱۶) د پاکستان-ایران ترمنځ پوله کې تښتول شوي دي.

د ایران سپاه پاسدران په یوې اعلامیې کې چې د ایران دولتي تلویزون هم خپره کړه، راغلي دي چې دا کسان د سیستان بلوچستان ایالت د میرجاوه په ښار کې تښتول شوي دي.

د "جیش العدل" په نامه د یوې سني ډلې ویاند ابراهیم عزیزي ویلي دي چې د دوی جنګیالیو د میرجاوه په سرحدي سیمه کې پر یوې پوستې برید کړی او ټول مهمات او وسلې یې هم له ځان سره وړي دي.

نوموړي په یو غږیز پیغام کې چې رویټرز اژانس ته یې استولي ویلي دي چې دا برید یې له سنیانو سره د ایران د حکومت د بد چلند له کبله کړی دی.

د ایران سیستان بلوچستان د دغه هیواد يو ناآرامه ایالت بلل کیږي او ایراني چارواکي"سني بیلتون غوښتونکي" ګرم بولي.

ایران ادعا کوي چې دغه ډله په پاکستان کې پناځایونه لري او خبرداری یې ورکړی که پاکستان یې پر ضد اقدام ونکړي ایراني پوځیان به د پاکستان په خاوره کې ددغو اورپکو پناه ځایونه په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG