د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د ویشتل شوې الوتکې تور بکس فرانسې ته ولیږه


په الوتکې کې ۱۷۶ کسان سپاره و او ټول وژل شوي و.
په الوتکې کې ۱۷۶ کسان سپاره و او ټول وژل شوي و.

ایراني چارواکو د هغې یوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې د پرواز د معلوماتو د ثبتولو ماشین چې تور بکس بلل کیږي، فرانسې ته لیږلی دی.

ایران منلې چې پوځ یې دا مسافر وړونکې الوتکه د انساني تیر وتنو له کبله ویشتلې او غورځولې وه. په الوتکه کې ۱۷۶ کسان سپاره و او ټول یې وژل شوي و.

په حقوقي او نړیوالو چارو کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال محسن بهاروند ایراني مطبوعاتو ته ویلي چې د هوایي چلند او قضایه قوې د پریکړې له مخې د الوتکې تور بکس تېره ورځ جولاۍ ۱۷ فرانسې ته لیږل شوی.

په ویشتل شوې الوتکه کې اکثریت وژل شوي کسان د کاناډا اتباع و. کاناډا او یوکراین د څو میاشتو راهیسې په کراتو په ایران ټینګار کاوه چې د الوتکې تور بکس دې بهر ته واستوي چې د ویشتل کیدو پر وخت وروستي معلومات ترې واخیستل شي او ارزیابي شي خو ایراني چارواکو د دې کار نه انکار کاوه.

ایران اوس وایي دا چې د کرونا د وبا له وجې اکثریت نړیوال پروازونه لغوه شوي، په همدې خاطر د الوتکې د تور بکس استول هم وځنډیدل.

د یوکراین دا مسافر وړونکې الوتکه د همدې کال د جنوري د میاشتې په اتمې نیټې څو شیبې وروسته له هغې چې د تهران د هوایي ډګر نه یې پرواز وکړ، په دوه توغندیو وویشتل شوه.

د دې پیښې نه څو ساعته وړاندې د ایران پوځ په عراق کې د امریکا د پوځ اډې په توغندیو ویشتلې و او ایران خپل دفاعي سیستم د تیارسۍ په لوړې کچې کې فعال کړی ځکه هغوي ګمان کاوه چې امریکا به ښایي په ایران برید وکړي.

XS
SM
MD
LG