د لاس رسي وړ اتصالات

ایران سره شخړه؛ جنوبي کوریا د هرمز تنګي ته سمندري قواوې واستولې


د جنوبي کوریا د سمندري غلاو ضد ځواکونه وروسته له هغې د فارس خلیج ته مخه کړه چې ایراني ځواکونو د جنوبي کوریا تر بیرغ لاندې د تیلو یوه بیړۍ د چاپیریال ساتنې د قوانینو نه د سرغړونې په تور ودروله.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ جنورۍ څلورمه (مرغومي ۱۵) د یو بیان په خپرولو سره وویل: "د وضعیت په هکله د یو رپوت د ترلاسه کولو وروسته چې ایران زمونږ یوه تجارتي بیړۍ ضبط کړې ده، د [جنوبي کوریا] دفاع وزارت سمدستي د چیونګهی واحد د هرمز تنګي ته نژدې اوبو ته ولیږه."

له دې څخه څو ساعته وروسته د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ویلي وو چې بیړۍ ۷۲۰۰ ټنه ایتانول د سعودي عربستان د الجبیل بندر څخه جنوبي کوریا ته لیږدول. د سپاه په اعلامیه کې راغلي: "دغه بیړۍ ... د چاپیریال ساتنې د قوانینو د پرله پسې سرغړونو په وجه درول شوې ده."

دغه پیښه پداسې حال کې کیږي چې په سیمه کې کړکیچ په ځانګړې توګه د سپاه پاسداران د قدس د پخواني قوماندان قاسم سلبماني د وژنې په کالیزه کې زیات شوی دی.

د جنوبي کوریا د بیړۍ د درولو د شیبې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د ګزمې درې چټکې بیړۍ د تیلو لیږدونکې دغې بیړۍ ته نژدې کیږي.

د ایران سپاه پاسداران ویلي دي چې د بیړۍ عمله د جنوبي کوریا، اندونیزیا، ویتنام او میانمار اتباع دي. خو ویلي یې ندي چې دغه بیړۍ چیرته درول شوی ده او اوس چیرته انتقال شوې ده.

په بریتانیا کې میشت د سمندري سوداګرۍ یو بنسټ ویلي دي چې د هرمز په تنګي کې ددغه بیړۍ د عملې او ایراني مسولینو ترمنځ "خبرې اړول شوي" او دغه بیړۍ مجبوره کړای شوې چې "د شمال لور ته د ایران د اوبو په لور خپل مسیر" بدل کړي.

د ۲۰۱۹ کال په جولای کې هم د ایران پاسداران یوه بریتانوي بیړۍ د هرمز په تنګي کې درولې وه او وروسته له دوو میاشتو څخه یې خوشې کړې وه.

XS
SM
MD
LG