د ایران چارواکي وایي چې هغه افغان کډوال به له خپل هېواد څخه وباسي، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د ایراني رسنیو د راپور په اساس، د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرني اتباعو او کډوالو ادارې مشر نادریاراحمدي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په ایران کې دا مهال شاوخوا (څلور میلیون غیر مجاز (قانوني اسناد نه لرونکي) افغان کډوال مېشت دي، چې د چنګاښ تر ۱۵ نېټې پورې له هېواد څخه د وتلو فرصت» لري.
په دې کار سره افغان کډوال په ایران کې له تعلیمي، روغتیايي او نورو خدمتونو څخه هم محرومېږي.
د ایسنا خبري اژانس د احمدي له خولې لیکلي دي په ایران کې د ټولو افغان کډوالو د سرشمېرنې پاڼې او اسناد لغوه شوي دي او دا مهال په ایران کې «شپږ میلیون او ۱۰۰ زره افغان کډوال اوسېږي».
نوموړي ویلي دي چې تر تېرکال پورې په ایران کې ۲.۱ میلیون افغان کډوال، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لر، اوسېدل، چې اوس د هغوی د سرشمېرنې اسناد هم اعتبار نه لري. هغه وویل چې دا مهال د ایران په ۱۶ ایالتونو کې افغان کډوال ژوند نه شي کولای او له قانوني اسنادو پرته افغانان ایران ته داخلېدای نه شي او تهران نور افغان کډوال هم نه شي منلای،
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته، میلیونونه خلک ووتل چې اکثریت یې د ایران په ګډون ګاونډیو او نورو هېوادونو ته پناه یوړه.
ایراني مقاماتو څو میاشتې مخکې ویلي وو چې شپږ ډلې افغان کډوال په ایران کې ژوند کولای شي. په دغو ډلو کې هغه ښځه او میړه دي چې یو یې په ایران کې د اوسېدو کارت ولري او بل یې د سرشمېرنې پاڼه ولري. په دویمه ډله کې هغه ښځه او میړه دي چې یو یې د اوسېدو سند ولري او بل یې سره له ماشومانو د سرشمېرنې پاڼه ولري. په درېیمې ډلې کې هغه افغانان شامل دي چې معتبر پاسپورټ خو تاریخ تېر شوې ویزه ولري، د کار جواز لرونکي افغان کډوال په څلورمه کټګورۍ کې شامل ښودل شوي وي.
د ایراني چارواکو په وینا د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي، نظامیان او ملکي مامورین د کډوالو په پنځمه کټګورۍ کې شامل دي او شپږمه ډله هغه افغانان دي چې د سرشمېرنې پاڼه لري او له ایران څخه له وتلو او د معتبر پاسپورت او ویزې له ترلاسه کولو وروسته په دې هېواد کې په قانوني توګه اوسېدلی شي.
فورم \ دبحث خونه