د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اټومي قرار داد یو شمیر تعهدات ځنډوي


د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د چهار شنبې په ورځ د ( مې په ۸ مه نیټه ) د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو د شوي قرار داد له یو شمیر تعهداتو د وتلو خبرداری ورکړ.

ښاغلي روحاني چې ملت ته ټلویزیوني وینا کوله وویل که بریټانیا، فرانسه ، جرمني، روسیه او چین د ۶۰ ورځو په موده کې د خبرو میز ته رانشي، هیواد به یې اضافه غني شوي یورانیم او درندې اوبه چې په خاص ډول د اټومي فعالیتونو لپاره کارول کیږي، وساتي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وویل:" د ایران د اسلامي جمهوري د نن ورځي د اصلي اقدام هدف د دوو تعهداتو درول دي. موږ به د دوو شیانو پلورل بند کړو. له نن ورځې وروسته نه خپل غني شوي یورانیم او نه هم درندې اوبه وپلورو."

هغه زیاته کړه که د نړۍ پنځه پیاوړي هیوادونه د خبرو میز ته راشي او ایران سره نتیجې ته ورسیږي او ددې هیواد په اصلي منافعو چې د تیلو خرڅلاو او بانکي اړیکې دي موافقه وشي نو دا هیواد به بیرته د هوکړې اصلي تهعداتو ته شتون شي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په مسکو کې وویل ایران اوس دا مناسبه ګڼي چې د معاهدې یو شمیر تعهدات مات کړي.

ښاغلي ظریف خبریالانو ته وویل، ایران د امریکا د تیر یو کال سیاست په مقابل کې له ستراتیژیک صبر څخه کار اخیستی خو له بده مرغه اروپايي ټولنې او نورو هیوادونو دا توان نه درلود چې د امریکا د فشارونو په وړاندې ودریږي."

د امریکا اقدامات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سه شنبې په ورځ د ( مې په ۷ نیټه) جرمني ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ او په ناڅاپي توګه بغداد ته ولاړ څو د عراق له لومړی وزیر عدیل عبدالله مهدي سره د ایران زیاتیدونکو فعالیتونو په اړه له هغه سره خپلې اندیښنې شریکې کړي.

ښاغلي پمپیو وویل:" امریکا به هر وخت او په هر ځای کې له خپلو ګټو څخه دفاع وکړي."

د امریکا حکومت جدي هڅې کوی څو پر ایران د نړیوالو فشارونو په زیاتولو سره دا هیواد د ترهګرو ډلو د تمویل او د بالیستیک توغندیو د پروګرام په شمول چې امریکا ګواښي، د خپل رفتار بدلولو ته مجبور کړي.

ایران اقدام
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00

XS
SM
MD
LG