د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د جمهور رئیس ورور په بند محکوم شو


د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني ورور حسین فریدون
د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني ورور حسین فریدون

په ایران کې مطبوعات وایي چې د جمهور رئیس حسن روحاني ورور حسین فریدون په مالي فساد کې د لاس لرلو په تور په بند محکوم شوی دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د ایران د اسنا خبري اژانس په وینا لیکلي چې محکمې لا هم وروستی حکم ندی کړی او ښاغلی فریدون ددې وخت لري چې د خپلې دوسیې په هکله د بیا کتنې غوښتنه وکړي.

فریدون په ٢٠١٧ کال کې ونیول شو او په زندان کې د یوې شپې له تیرولو وروسته په ضمانت خوشې شو. د هغه د محکمې بهیر د فبرورۍ په میاشت کې پیل شوی دی.

د ایراني رسنیو په رپوټونو کې دا نده معلومه شوې چې محکمې فریدون په څومره موده بند محکوم کړی دی.

هغه د جمهور رئیس روحاني له نږدې کسانو څخه گڼل کیږي او په ٢٠١٥ کال کې د ایران او د ځواکمنو لویدیځو هیوادونو ترمنځ د اټومي تړون په مذاکراتو کې یې برخه درلودله.

ښاغلي فریدون په مالي فساد کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG