د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: په سپاه پاسداران برید په پاکستان کې طرحه شوی و


د ایران د استازو د مجلس رئیس ویلي چې په سپاه پاسداران ترهگریز برید دننه په پاکستان کې طرحه او رهبري شوی و.

پاکستان ژمنه کړې چې ددې پیښې په اړه په پلټنو کې له تهران سره همکاري کوي.​

په پاکستان کې میشت د جیش العدل سخت دریځې ډلې ادعا کړې چې د فبرورۍ په ١٣ ځانمرگی برید هغوي کړی. په برید کې د سپاه پاسداران ایران ٢٧ غړي ووژل شول.

د ایران د استازو د مجلس رئیس علي لاریجاني د یکشنبې په ورځ (فبرورۍ ١٧) پدې ټینگار کړی چې پاکستان باید ددغه برید ځواب ووایي.

له دې سره جوخت د ایران د بهرنیو چارو وزارت ددغه برید په اعتراض کې په تهران کې د پاکستان سفیر ورغوښتی دی. پاکستان ژمنه کړې ده چې د تیرې اونۍ د برید په هکله په پلټنو کې به له ایران سره همکاري وکړي.

له بلې خوا د اسوشیتید پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یکشنبې په ورځ (فبرورۍ ١٧) د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره په یو تیلیفوني تماس کې ډاډ ورکړی دی چې اسلام آباد ددې پیښې په اړه په پلټنو کې له تهران سره همکاري کوي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني هم د یکشنبې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې ژمنه وکړه چې د ایراني سرتیرو د وینو بدل به واخلي.

د جمهور رئیس روحاني د خبرداري دمخه د ایران د سپاه پاسداران قوماندان محمد علي جعفري د شنبې په ورځ (فبرورۍ ١٦) وویل چې د ترهگرو ډلو نه ملاتړ به پاکستان ته "ډیر گران" تمام شي.

د پاکستان گاونډیان په ځانگړې توگه افغانستان، هند او ایران دغه هیواد د ترهگرو ډلو نه په ملاتړ او روزنه تورنوي چې پدغو دریو هیوداونو کې مرگوني بریدونه کوي. خو پاکستاني مقامات تل دغه ډول تورونه ردوي او ځان پخپله د ترهگرۍ قرباني گڼي.

XS
SM
MD
LG