د لاس رسي وړ اتصالات

مولوي عبدالحمید: په ایراني میرمنو د شکنجې او بندي کیدو د لارې حجاب نشي تپل کیدی


په ایران کې مشهور سني دیني عالم مولوي عبدالحمید
په ایران کې مشهور سني دیني عالم مولوي عبدالحمید

په ایران کې مشهور سني دیني عالم د هغو میرمنو سره ملاتړ څرګند کړی چې په عام محضر کې د ټیکري په سر کولو قانون نه مراعت کوي.

مولوي عبدالحمید جمعه جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۰) د جمعې د لمانځه په خطبه کې ویلي چې دا ایرانۍ میرمنې د ټیکري نه په سر کولو سره خپله "ناخوښي څرګندوي او مدني نافرماني تمثیلوي".

دغه مشهور سني ديني عالم چې د زاهدان په ښار کې د جومات ملا امام دی په خطبې کې دا هم ویلي چې په بندي کیدو، نیول کیدو او شکنجه کیدو په ایرانۍ میرمنو د حجاب مراعت کول نشي تحمیل کیدلی.

مولوي عبدالحمید همدارنګه وویل چې په ایران کې روان اقتصادي مشکلات پدې هیواد کې د سیاسي مسایلو له کبله دي چې ژورې ریښي لري او زیاته یې کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت پدې تیرو ۴۴ کالونو کې پدې ندی توانیدلی چې ددې ستونزو لپاره د حل لارې چارې پیدا کاندي.

هغه وویل، "تر څو چې دا سیاسي ستونزې حل شوې نه وي، د هیواد اقتصاد به ثبات پیدا نکړي".

دې دیني عالم داسې مهال دا څرګندونې وکړلې چې د زاهدان په ښار کې ۴۰مه جمعه ده چې خلک د حکومت ضد مظاهرې کوي خو دا ځل په ایران کې د عاشورا د درناوي لپاره خلکو چوپه خوله لاریون وکړ.

سره لدې چې پدې ښار کې تیر کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۲ مې امنیتي ځواکونو په یوې مظاهرې کې شاوخوا ۱۰۰ مظاهره چیان ووژل، خو بیا هم هلته خلک په منظمه توګه مظاهرو کې برخه اخلي.

پدې ښار کې د بلوڅانو د حقونو فعالین وایي چې د جمعې ورځې مظاهرې پر وخت د زاهدان ښار په لارو کوڅو کې د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو شمیر ډیر و.

د Netblocks په نامه یو اداره چې په ټولې نړۍ کې په انټرنیټ محدودیتونه او بندیزونه څاري وایي چې د جمعې د لمانځه او مظاهرې پر وخت د زاهدان په ښار کې د انټرنیټ خدمات په پراخه توګه ګډوډ شوي و.

په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې د تېر کال د سپټمبر په ۱۶مه وروسته تر هغې پیل شوي چې ۲۲ کلنه کردۍ میرمن مهسا امیني چې د ناسم حجاب د اغوستلو په تور نیول شوې وه، د پولیسو لخوا تر نیول کیدو وروسته په روغتون کې مړه شوه.

په داسې حال کې چې د ایران په ښارونو کې د ګشت ارشاد په نامه پولیس شتون نه لري، ایراني مقاماتو د حجاب د قانون د پلي کولو لپاره نوي اقدامات پیل کړي دي. په دې اقداماتو کې په عامه ځایونو کې د کمرو نصبول او د هغو کاروبارونو بندول شامل دي چې حجاب نه مراعاتوي.

د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی چې د هغو ښځو د نیولو دودیزه طریقه چې حجاب نه اغوندي، یو ځل بیا کارول کیږي. ایرنا د تهران د پولیسو د ویاند سعید منتظر المهدي له قوله ویلي چې پولیس به پیاده او په موټرو کې ګزمې پیل کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیې چې ښځینه پولیس افسرانې هغه ښځې نیسي چې حجاب نه اغوندي. دا انځورونه په خپلواکه توګه نشي تائید کیدای.

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په دغه هېواد کې د ښځو لپاره د حجاب اغوستل اجباري شول او هغه ښځې چې د حجاب اغوستل نه مني، تر دوو میاشتو پورې په بند محکومېږي.

XS
SM
MD
LG