د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د امریکا سره مذاکرات نه کوو


ایران ویلي دي چې د خپلو اتومي وسلو په سر د امریکا سره د مذاکراتو نیت نه لري

د ایران روحاني مشر ایت الله خامینایي ویلي دي چې د دغه هیواد د اتومي وسلو په سر د امریکا سره خبرې نه کوي.

د ایران روحاني مشر دغه خبرې د ولسمشر حسن روحاني د هغه څرگندونو نه وروسته کړیدي چې هغه وویل که امریکا په خپلې رویې کې تغیر راولي نو د خبرو امکان ورسره شته دی.

ولسمشر ټرمپ د ایران سره د پخواني ولسمشر اوباما په وخت کې لاسلیک شوې موافقې نه امریکا ویستلې وه او دغه موافقه یې نامعقوله موافقه بللې وه.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې هیله لري ایران به د یوې نوي موافقې د لاسلیک کولو په اړه خبرو ته تیار شي. هغه وویل چې پدی باور دی چې ایران به ورسره یوه نوې موافقه لاسلیک کړي.

خامنایي د ولسمشر د دغو څرگندونو په ځواب کې وویل مونږ پخوا هم ویلي دي: "مونږ د امریکا سره مذاکرات نه کوو. ځکه دغه خبرې مونږ ته هیڅ فایده نه کوي بلکه تاوان را رسوي."

په ایران کې روحاني مشر د تر ټولو زیات قدرتمند شخص وي او د هغه پریکړه په دغه هیواد کې منل کیږي.

XS
SM
MD
LG