د لاس رسي وړ اتصالات

ظریف: د هر ډول اقتصادي او پوځي تیري په وړاندې به د ځان دفاع وکړو


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د یکشنبې په ورځ (می ٢٦) د عراق په مرکز بغداد کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې هیواد به یې د هر ډول اقتصادي او پوځي یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

ښاغلي ظریف وویل "مونږ د ایران په ضد د جگړې د هر ډول هڅې په وړاندې چې ددې هیواد خلک په نښه کړي، که اقتصادي وي او یا پوځي، له ځانه دفاع کوو او د هغه په وړاندې به په قوت او مقاومت سره مقابله وکړو."

ښاغلي ظریف زیاته کړه چې هیواد یې غواړي د خلیج گاونډیانو سره انډول اړیکې رامنځ ته کړي او په همدې خاطر یې د هغوی سره د "نه یرغل کولو" د تړون وړاندیز کړی دی.

وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو تهران په فارس خلیج کې د تیلو پر ټانکرونو باندې په برید تورن کړ د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د هیوادونو سره د انډول اړیکو د ایجادولو په مقصد عراق ته سفر وکړ.

د یاودنې وړ ده چې ایران د فارس په خلیج کې د تیلو پر ټانکرونو باندې په برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د امریکا متحده ایالات او ایران دواړه وایي چې نه غواړي په جگړه کې سره ښکیل شي خو امنیتي مقامات او څیړونکي خبرداری ورکوي چې حتی یوه کوچنۍ پیښه کولای شي په سیمه کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو سبب شي.

XS
SM
MD
LG