د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه ای: لویدیځ غوښتل ایران مات کړي، خو ناکام شو

د ایران ستر روحاني مشر،
د ایران ستر روحاني مشر،

د ایران ستر روحاني مشر ایات الله خامنه اي وایي امریکا او د اروپا ښکیلاګر قدرتونه په خپلو هغو هلو ځلو کې ناکامه شول چې د اتومي پروګرام په خبرو کې یې غوښتل ایران کمزوری او مات کړي.

ایران او د نړۍ د شپږو قدرت لرونکو هېوادونو مرکچیانو پرون د دوشنبې په ورځ د نومبر ۲۴ نېټه موافقه وکړه چې د ایران د جنجالي اتومي پروګرام پر سر خبرې به د راتلونکي کال تر نیمایي پورې وغزوي.

د دغې پریکړې نه وروسته دا د ښاغلي خامنه اي لومړنۍ څرګندونې دي چې په خپلې ویب پاڼې کې یې خپرې کړي دي.

ټاکل شوې وه چې ایران او دنړۍ شپږ قدرت لرونکي هیوادونه پرون د دوشنبې په ورځ د ایران د اتومي جنجال پر سر موافقې ته سره رسیدلي وای خو چارواکي وایي هغوی د راتلونکو اوو میاشتو لپاره په دې موضوع خبرې اترې کوي چې موافقې ته سره ورسیږي.

اختلافات په دې کې دي چې ایران ته تر کومه حده د یورانیمو د غني کېدو اجازه ورکړل شي او بله دا چې په دغه هیواد باندې لګیدلي اقتصادي بندیزونه به څومره ژر لیرې شي.

د دغو هلو ځلو هدف دا دی چې د ایران مشران دې ته پرې نښودل شي چې اتومي وسلې جوړې کړي او مفتشینو ته باید اجازه ورکړي چې د ایران اتومي فعالیتونه وڅاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل " دا خبرې یو ناڅاپه یوازې د غزېدو په خاطر نه سانه کیږي. خبرې اوس هم سختې دي، پخوا هم سختې وي او ‌په راتلونکې کې به هم سختې وي. "

لویديځ د ایران اتومي پروګرام ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې تهران غواړي له دې لارې اتومي وسلې جوړې کړې.

خو ایران په وار وار او ټېنګار سره دا خبره کړې ده چې د دغه پروګرام هدف یې سوله اییز دی او د انرژدې د تولید په برخه کې ترې ګټه اخلي.

امریکا او ځینو نورو ملګرو هېوادونو یې له دې کبله پر ایران یو لړ اقتصادي بندیزونه هم لګولي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG