د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي د ټرمپ وړاندیز سپکاوی دی


ایراني چارواکي وایي د امریکا د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ دا وړاندیز چې د ایران سره د قید او شرط پرته غواړي خبرې وکړي، بې ارزښته او سپکاوی دی.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني ویلي دي چې د نړیوالې اتومې موافقې نه د امریکا وتل غیرې قانوني عمل دی او دا چې د امریکا د دې تازه هڅو په مقابل کې به هیڅکله مات نشي چې غواړي د ایران د تیلو صادرات له منځه یوسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي دي چې د قید او شرط نه پرته د امریکا د جمهور رئیس د خبرو وړاندیز د هغه عمل سره په ټکر کې دی.

ځکه چې واشنګټن په ایران تازه اقتصادي بندیزونه ولګول او په نورو هیوادونو یې هم فشار راوړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت سره کاروبار ونکړي.

په همدې حال کې د ایران د سپاه انتقلاب قوماندان، تورنجنرال محمد علي جعفري ویلي دي چې "ایران شمالي کوریا ندی چې د ټرمپ غوښتنه ومني."

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د همدې کال د مې په میاشت کې دا تائید نکړله چې ایران د اتومي موافقې په مادو عمل کوی او که نه او په یو اړخیزه توګه یې امریکا د دې تړون نه وایستله.

XS
SM
MD
LG