د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له روحاني سره د ټرمپ د لیدنې وړاندیز ته غبرګون ښودلی


ایراني چارواکو د جمهور رئیس ټرمپ د وړاندیز په اړه چې له هر ډول قید او شرطپرته د تهران له مشرانو سره وګوري محتاطانه غبرګون ښودلی.

د ایران د نظام د مصلحت د تشخیص د مجمعې یوې لوړپوړي غړي علي اکبر ناطق نوري ویلي چې د ډونالډ ټرمپ د خبرو وړاندیز باید په قطعي ډول رد نشي.

د امریکا متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ( جولای ۳۰) دوشنبې ورځ وویل چمتو دی چې له هر ډول مخکینیو شرطونو پرته د ایران له مشرانو سره وګوري.

علي اکبر ناطق نوري ویلي، د ډونالډ ټرمپ پر دې څرګندونو باید د ایران د ملي امنیت په عالي شورا کې بحث وشي.

ناطق نوري چې د آیت الله خامنه يي پخوانی مرستیال هم دی، زیاته کړې چې ددې وړاندېز په اړه خوشالي نه بلکې باید فکر وشي.

د امریکا او ایران ترمنځ د لفظي شخړو زیاتوالی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

له دې وړاندې د ایران د جمهور رئیس سیاسي سلاکار حمید ابوطالبي هم په خپله ټویټر پاڼه کې د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې ویلي وو:" کوم کسان چې په متمدنو ټولنو کې د خبرو له لارې د اختلافاتو په هواري باور لري، باید اصولو ته یې مخه وکړي."

ایراني چارواکو له دې وړاندې له واشنګټن سره هر ډول خبري رد کړي دي او ویلي دي چې امریکا متحده ایالات د ډاډ وړ لوری ندی.

خو جمهور رئیس ټرمپ ویلي ، دی باور لري چې د ایران مشران به بالاخره له ده سره د خبرو غوښتنه وکړي.

ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ایټالیا له لومړي وزیر سره په یوې خبري غونډه کې وویل: " لومړی وزیر هم موافق دی چې د ایران ظالم رژیم ته باید هیڅکله د اټومي وسلو د درلودلو اجازه ورنکړل شي. له ټولو هیوادونو غواړو چې پر ایران فشار زیات کړي څو دا هیواد خپل ناوړه فعالیتونه ودروي. متحد ایالت په دې مهمو هڅو کې د ایټالیا د همکاریو هرکلی کوي."

جمهور رئیس ټرمپ په داسې حال کې د ایران له مشرانو سره د مخامخ خبرو وړاندېز کوی چې راتلونکې دوشنبې به پر دې هیواد اقتصادی بندیزونه دیر کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ اختلافات په ۱۹۷۹ کال کې واک ته د اخندانو د رسیدو سره سم پیل شوې دي.

د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ تاوتریخوالي په مې میاشت کې یووار بیا هغه مهال زیات شول چې جمهور رئیس ټرمپ له هغې اټومي هوکړې ووت چې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوې وه.

XS
SM
MD
LG