د ایران د سمنان په سیمه کې د جمعې په ورځ د اورګاډو د ټکر له امله لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
د ایران دولتي تلویزیون رپوټ ورکړی چې د اورګاډي څلور ډبې د پټلۍ څخه اوښتي وو او دوو ډبو بیا اور اخیستی و.
پيښه د تهران او مشهد ترمنځ د سمنان په سیمه کې شوې ده. دغه سیمه د تهران په ۴۰۰ کیلومتري کې پرته ده.
چارواکي وايي چې د اورګاډو په یوه تم ځای کې یو مسافروړونکي اورګاډي د یو بل اورګاډي سره چې ولاړ و ټکر وکړ.
د سمنان د سیمه والي، محمد رضا خباز د ایران دولتي تلویزیون ته ویلي دي چې په پيښه کې د وژل شوو کسانو شمیر ډیریدای شي.
والي وویل چې د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
د اسوشیټیډ پرس د خبرې آژانس له قوله ایران رپوټ ورکوي چې هر کال په دغه هیواد کې شاووخوا ۱۷۰۰۰ کسان په ترافیکي پیښو کې وژل کیږي.
هغه ویډیوګاني چې د پیښې د ځای نه اخیستل شوي دي ښيي چې اورګاډي د پټلی نه اوښتی او اور یې اخیستی دی.
د ایران د سرې میاشتې ویاند مصطفی مرتضوي د ایران د فارس نیمه دولتي آژانس ته ویلي دي چې د اطفائیې عمله د پيښې ځای ته ورسیدله او د اور د وژلو هڅې یې پيل کړي.