ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي د امریکا د جنګي بېړیو یوه «لویه ډله» د ایران په لوري روانه شوې، په همدې حال کې هغه د ایران د اسلامپاله رژیم له لوري په همدې میاشت کې د ملي پاڅون د ظالمانه ځپنې په اړه په خپل راتلونکي اقدام غور کوي، پاڅون د استبدادي واکمنۍ ختمېدل غواړي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له سویس څخه د امریکا متحدو ایالتونو ته د بېرته ستنېدو په مهال په خپلې ځانګړې الوتکې [Air Force One] کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالتونه په ایران کې وضعیت «څاري» او «د بېړیو یوه ډله... یوه لویه ډله په هماغه لوري روانه ده.»
دا لومړی ځل دی چې ولسمشر ټرمپ د ایراني رژیم له لوري د مظاهرو د ځپلو په ځواب کې منځني ختیځ ته د پوځي وسائیلو د انتقال په اړه په عام محضر کې غږېږي.
ولسمشر ټرمپ وویل چې دا یوه «ښه نښه» وه، چې ایران د ځپلو په لړ کې د هغه په خبره د ۸۳۷ کسانو د اعدام، چې اکثریت ځوانان وو، پلان لغوه کړ.
هغه وویل چې رژیم ته یې خبرداری ورکړی و: «که مو دا خلک اعدام کړل، داسې بد ګوزار به وخوری چې تراوسه مو خوړلی نه وي.»
ولسمشر ټرمپ د متحدو ایالتونو د جنګي بېړیو د «لوی ځواک» په اړه چې د ایران په لوري روان دی، وویل: «شاید موږ یې ونه کارو. وبه ګورو. »
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې په اتومي ځواک سمباله جنګي الوتکه انتقالوونکې یو اس اس ابراهیم لینکن «USS Abraham Lincoln» بېړۍ او د یرغل انتقالوونکې ډله یې، چې د پنجشنبې په ورځ د هند په سمندر کې وې، د منځني ختيځ په لوري خوځېدلي.
دغې بېړۍ مخکې د چین په جنوبي سمندر کې لنګر اچولی و.
په همدې حال کې په لندن کې د انټرنټ د څار یوه ډله نیټبلاکس وايي چې د ایران د رژیم له لوري د مظاهرو د ځپلو په لړ کې په انټرنټ باندې لګول شوی بندیز د جمعې په ورځ درېیمي اونۍ ته وغځېده.
دغې ډلې د جمعې په ورځ په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې په ایران کې دننه یې په لویه کچه «پيغام رسوونکو اپلیکېشنونو ته لاسرسی» مشاهده کړی، ځکه چې ډېر خلک د خصوصي مجازي شبکو لکه VPN څخه په استفادې له انټرنټ سره نښلول کېږي.
نټبلاکس وايي: «خو دا [انټرنټي] خدمت قوي فلټر شوی او د نړیوال مشاهده کېدونکي اتصال کچه هماغسې ټيټه ده، چې د «فلټرنټ پلس» ترتیب څرګندوي.»
"فلټرنټ" د سانسور یو سیسټم دی چې پکې یوه دولتي اداره ځینې انلاین محتوا ته چې د اعتراض وړ ګڼل کیږي، لاسرسی بندوي یا فلټر کوي.
نټ بلاکس د "فلټرنټ پلس" سیسټم د تشریح سره، ښیي چې د ایران رژیم د پراخو اړیکو په اړه د سختو بندیزونو د لګولو سربیره، سپین لیست کول پیل کړي دي - پدې معنی چې یوازې تایید شويو انلاین خدماتو ته د لاسرسي اجازه ورکوي.
د ایران پاڅون د ډسمبر په ۲۸ پیل شو، چې د خرابېدونکي اقتصاد په اړه د داخلي نارضایتي او د رژیم د بدلون لپاره د لاریون کونکو د څرګندو غوښتنو له امله رامنځته شو.
متحدو ایالتونو او د بشري حقونو ډلو اټکل کړی چې د ایران امنیتي ځواکونو د لاریونونو په وړاندې د تاوتریخوالي ډکو عملیاتو کې زرګونه کسان وژلي دي.
د امریکا د مالیې وزارت د دې سخت دریځۍ په ځواب کې، د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د [ایران] رژیم د نهو کښتیو په ډله کې په غیر قانوني بیړۍ او د هغوی اړوند مالکینو یا مدیره شرکتونو باندې بندیزونه لګولي دي.
د مالیې وزارت ویلي چې د بندیزونو لاندې دغو ادارو په ګډه د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت د ایران تېل او پټرولیم محصولات بهرنیو بازارونو ته لیږدولي دي.
د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ په یوه بیان کې وویل: "د نن ورځې بندیزونه د ایران د هغه عاید یوه مهمه برخه په نښه کوي چې د خپلو خلکو د ځپلو لپاره ورته اړتیا لري."
"لکه څنګه چې مخکې تشریح شوي، دغه وزارت به د لسګونو میلیون ډالرو تعقیب ته دوام ورکړي چې د [ایران] رژیم غلا کړي او په فعاله توګه هڅه کوي چې له ایران څخه بهر بانکونو ته انتقال کړي."
د ایران د رژیم له خوا د پاڅون ځپل هم د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې چې د دې موضوع په اړه بحث لپاره جوړه شوې وه، پام ځانته راواړوه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولکر ترک شورا ته په خپله وینا کې وویل: " ښایي د ایران په سړکونو کې وژنې کمې شوې وي، خو ظلم دوام لري."
ترک د ایران په رژیم غږ وکړ چې "چې له سره غور وکړي، شاته شي، او په بیړه محاکمو او د نامناسبه سزاګانو په ګډون، خپل ظالم پای ته ورسوي."
ترک همدارنګه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې "د ایران د خلکو په بشري حقونو د بندیزونو د اغیزو د حل لپاره عاجل اقدام وکړي."
د ټرمپ حکومت د تیرې فبرورۍ په میاشت کې امریکا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وایستله، او ویې ویل چې دا شورا د ملګرو ملتونو له څو ادارو څخه یوه وه چې د نړیوالې سولې او امنیت د ترویج له خپل ماموریت څخه "لرې" شوې وه او پرځای یې "د امریکا د ګټو پر ضد یې عمل وکړ پداسې حال کې چې زموږ په متحدینو یې برید وکړ او د یهودیت ضد چلند یې ترویج کړ."
فورم \ دبحث خونه