د لاس رسي وړ اتصالات

ایران، روسیه او ترکیه په ګډه د موټر جوړونې او تولید په فکر دي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» راپور ورکړی دی چې ایران، روسیه او ترکیه غور کوي چې په ګډه موټر جوړ او تولید کړي.

د ایران د موټرو او پرزه جاتو د صنعتي ټولنې مشر محمد رضا نجفي منش نن دوشنبه جولاۍ څلورمه (چنګاښ۱۳) وویل: «په لومړي ځل د ترکیې د موټر جوړنې شرکت د ایراني، روسي او ترکي صنعتکارانو په موجودیت کې د درې اړخیز ګډ کار کولو طرحه وړاندې کړه.»

نوموړي زیاته کړه: «دا درې هېوادونه چې نژدې ۴۰۰ میلیون نفوس او لږ تر لږه د ۸۰۰ میلیون خلکو بازار لري، د خپلو تولیداتو او محصول لپاره ښه بازار کېدای شي. دا چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه ده او د موټر جوړونې اړتیا ته په کتو ممکن دا مسئله عملي بڼه غوره کړي.»

په اوکراین له یرغل وروسته، لویدیځ په روسیې باندې کلک بندیزونه لګولي دي چې د موټر جوړونې صنعت ته یې هم په کې شامل دی. د ایرنا خبري اژانس وایي چې د دغې جګړې له پیل راوروسته، روسي مقاماتو د ایران د موټر جوړونې له صنعتکارانو سره تماسونه نیولي دي.

د اودي، هوندا، جګوار او پورشې په ګډون د موټر جوړونې یو شمېر نړیوالو شرکتونو په اوکراین له یرغل وروسته په روسیې باندې د موټرو او موټرو د پرزو پلورل بند کړل. همدغه راز د بي ام ډبلیو، فورډ، هیونډای، مرسدیس بنز، فولکس ‌واګون او ولوو په روسیې کې خپلې نمایندګۍ تړلې دي.

د موټر د تولید د نړیوال سازمان د رسمي شمېرو له مخې، ترکیه هر کال تر ۱۲ میلیارد ډالرو زیات د موټرونو پرزې تولیدوي او ایران هم په ۲۰۲۱ کې د موټرونو د ۱۹ تولید کوونکو هېوادونو په ډله کې و.

د ایران خبري اژانس وایي چې په دغه هېواد کې د موټرو د تولید شرکتونو تېرکال څه باندې ۸۹۴زره موټرونه تولید کړي دي.

XS
SM
MD
LG