د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران جمهور رئیس روسیې ته سفر کوي


د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي له رسنیو سره د خبرو پرمهال
د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي له رسنیو سره د خبرو پرمهال

د ایران د حکومت ویاند د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۸ (مرغومی اومه) وویل ټاکل شوېده د هغه هیواد جمهور رئیس ابراهیم رئیسي د خپل روسي سیال ولادمیر پوتین په بلنه، د ۲۰۲۲ کال د جنوري په لومړیو کې مسکو ته ولاړ شي.

علي بهادر جهرمي ویلي چې ښاغلي پوتین خپل ایرانی سیال "د روسیې او ایران ترمنځ د ستراتیژیکو تعاملاتو په چوکاټ کې" مسکو ته بللی دی.

دا د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د جمهوري ریاست مقام ته له رسیدو وروسته د ښاغلي رئیسي تر ټولو مهم سفر دی. له دې مخکې د ایران پخوانی جمهور رئیس حسن روحاني د ۲۰۱۷ کال په مارچ میاشت کې روسیې ته سفر کړی وو.

د فرانسې خبري آژانس راپور ورکړی چې مسکو او تهران قوي سیاسي، اقتصادي او نظامي روابط او په افغانستان کې مشترکې منافع لري. دواړه هیوادونه همدارنګه د سوریې د یوې لسیزې جګړې پرمهال د هغه هیواد د جمهور رئیس بشارالاسد نږدې متحدین وو.

روسیه د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد غړې ده. هغه توافق چې له مخې یې ایران د یو شمیر اقتصادي بندیزونو د کمیدو په بدل کې د یورانیمو غني کیدل کم کړل.

بهادر جهرمي ویلي روسې ته به ایران د جمهور رئیس په سفر کې د اقتصادي او تجارتي اړیکو په ګډون په یو شمیر دوه اړخیزو ملي او سیمه ایزو مسایلو بحث وشي.

مسکو تل د ایران د اټومي توافق په احیا کیدو کې ونډه اخیستې ده، هغه توافق چې د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې په یو اړخیز ډول ورڅخه ووت او په تدریج سره یې پر تهران اقتصادي بندیزونه ولګول.

تهران هم له یاد توافق څخه د امریکا د وتلو په غبرګون کې، له خپلو یو شمیر تعهداتو څخه ډډه وکړه او د یورانیمو د غني کیدو بهیر یې له سره پیل کړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د روان میلادي کال په سپټمبر میاشت کې وویل پر ایران دې لګیدلي بندیزونه لغوه شي او ددغو بندیزونو لغوه کیدل باید د ایران د اټومي پروګرام د احیا کیدو د توافق یو جز وي.

لاروف په هغه وخت کې ویلي وو چې ایران‌ "باید د امریکا د یو اړخیزو اقداماتو څخه ونه رنځیږي."

XS
SM
MD
LG