د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران یوه جنګي جیټ الوتکه لویدلې خو پیلوټان یې ژوندي دي


په ایران کې مطبوعات وایي د دې هیواد یوه جنګي جیټ الوتکه د اصفهان ښار سره نږدې وروسته تر هغه ولویده چې ماشین یې کار پریښود.

په راپور کې ویل شوي چې د الوتکې دواړه پیلوټان ژوندي د الوتکې څخه ښکته شوي.

د ارنا خبري اژانس په راپور کې لیکل شوي چې د الوتکې دواړه پیلوټان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي. د دې جنګي جیټ الوتکې (ایف – ۱۴) ماشین د تخنیکي ستونزې کبله کار پریښی و او له همدې کبله لویدلې ده.

په راپور کې ویل شوي چې الوتکه په یوې دښتې کې لویدلې او یو شمیر عکسونه چې دې اژانس خپاره کړي پکې ښودل کیږي چې د هغې سیمې څخه لوګي پورته کیږي چې الوتکه پکې لویدلې.

د ایران د هوایي ځواکونو ډیری نظامي تجهیزات په متحده ایالاتو کې جوړ شوي چې دې هیواد د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب څخه وړاندې پیرلي او د (Tomcat F-14) جنګي جیټ الوتکې هم په امریکا کې جوړې شوي.

د ایران اسلامي جمهوریت په متحده ایالاتو کې د دې جوړیو شویو جنګي جیټ الوتکو تر څنګ د (MiG) په نامه په روسیه کې جوړې شوې جنګي جیټ الوتکې لري خو د لویدیځو هیوادونو د بندیزونو له کبله چې پدې هیواد دا څو لسیزې کیږي لګیدلي، ایران پدې ندی توانیدلی چې د خپلو الوتکو د ترمیم لپاره پرزې واخلي.

دا لومړی ځل ندی چې په ایران کې نظامي الوتکې چې ځینې یې له کاره لویدلي، د تخنیکي عوارضو له کبله سقوط کوي.

د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مې په میاشت کې هم د ایران د اسلامي جمهوریت د هوایي ځواکونو یوه جنګي کښتۍ په دښتې کې ولویده او دواړه پیلوټان یې ووژل شول.

یوه بله الوتکه د فبروري په میاشت کې د تبریز په ښار کې د فوټبال په لوبغالي کې ولویده چې دوه پیلوټان او یو ملکي تن پکې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG