د لاس رسي وړ اتصالات

ایران اسلامي هیوادونو ته: د اسرائیل سره سوداګري بنده کړئ


د ایران مشر ایت الله علي خامنه يي
د ایران مشر ایت الله علي خامنه يي

د ایران مشر ایت الله علي خامنه يي اسلامي هېوادونه هڅولي چې پر غزې د اسرائیلي ځواکونو د بمباریو په غبرګون کې دې اسرائیل ته د تېلو صادرات بند کړي.

خامنه يي د چهارشنبې په ورځ نومبر اول (لړم ۱۰) په تهران کې له یو شمېر ایراني محصلینو سره په کتنه کې وویل: «اسلامي دولتونه باید له صهیونیستي رژیم سره اقتصادي همکاري ونه کړي او په ټولو نړیوالو غونډو کې دې په لوړ اواز او بې له کوم شک او ژبې بندیدو دغه ناورین زیږونې او جنایتونه وغندي...صهیونیست رژیم باید وغندل شي او ټوله اسلامي نړۍ باید د دغه رژیم پر ضد راپاڅي."

د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس له برید وروسته، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا تر ۱۴۰۰ ډېر کسان په کې ووژل شول او لږ تر لږه ۲۳۹ نور د حماس جنګیالیو یرغمل کړل، د اسرائیل پوځ هره ورځ د غزې په تړانګه هوايي او د توپونو بریدونه کوي.

د حماس تر کنترول لاندې غزه کې روغتیايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې د ۳۶۴۸ ماشومانو په ګډون ۸۷۹۶ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۲ زره نور ټپیان شوي دي.

د ایران مشر وویل: «هغه څه چې اسلامی دولتونه باید پرې ټینګار وکړي، په غزه کې د جنایتونو سمدستی بندیدل دي؛ په غزه کې باید بمبارۍ سمدستي ودریږي، او صهیونیسټ رژیم ته د تیلو او خوراکی موادو د صادرولو لارې بندې کړی.»

خامنه يي ادعا وکړه، چې یوازې اسرائیل "د مظلوم فلسطینی ملت په وړاندې" نه دی، بلکې د ده په وینا "بریتانیا، فرانسه او متحده ایالات" هم په دې مسله کې ښکېل دي.

ایران چې د حماس مالي او پوځي ملاتړی دی، پر اسرائیل یې د دې ډلې د برید ستاینه کړې، خو ایراني چارواکو په دې برید کې د تهران لاس لرل رد کړي دي. خامنه یي یو ځل بیا د فلسطین د خلکو په ستاینې سره وویل: «وروستۍ او نه چندان لرې بریا به د فلسطین د خلکو او فلسطینیانو وي.»
په ورته وخت کې د ایران د دفاع وزیر محمد رضا اشتياني د اسرائیل ملاتړو هېوادونو ته د مسلمانانو د غضب او غوسې په هکله خبرداری ورکړی دی.

اشتیاني د چهارشنبې په ورځ په تهران کې په یولړ مراسمو کې د حماس او اسرائیل جګړې ته په اشارې سره وویل: «که چیرې دغه جنګ ژر تر ژره بند نه شي او صهیونیسټان او د هغوی ملاتړي له خپلو سترو تیروتنو څخه لاس وانخلي، خامخا به د سیمې او سیمې اخوا جدي تاوانونه ووینو. ځینې اروپایی هیوادونه هم هغه کسان چې له صهیونیسټانو سره مرسته کوی باید احتیاط وکړی چې د نړۍ د مسلمانانو د غضب او غوسې سره مخامخ نشي.»

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ایران په منځني ختیځ کې د میشتو امریکايي ځواکونو پر ضد بریدونو ته «په فعاله توګه اسانتیاوې» برابروي او د دې بریدونو په وړاندې یې د امریکا د چټک او جدي غبرګون خبر ورکړی دی.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي دي چې په تیرو څو ورځو کې په عراق او سوریه کې پر میشتو امریکايي ځواکونو لږ تر لږه ۲۷ ځلې د ډرون او راکټي بریدونه شوي دي.

د امریکايي چارواکو په وینا په سوریه کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو لږ تر لږه اووه بریدونه وروسته له هغه شوي چې امریکايي ځواکونو د سوریې په ختیځ کې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو او د هغې د اړوندو ډلو پر دوو پوستو بریدونه وکړل.

د تېرې جمعې په ورځ متحدو ایالتونو یو لړ نوي بندیزونه اعلان کړل چې د حماس د تمویل شبکې او په ایران کې د هغه ملاتړې سرچینې په نښه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG