د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او ایران ترمنځ د اتومي خبرو پنځم پړاو پای ته ورسېد


په مذاکراتو کې سټیف ویتکاف د امریکايي او عباس عراقچي د ایراني لوري مشري کوي.
په مذاکراتو کې سټیف ویتکاف د امریکايي او عباس عراقچي د ایراني لوري مشري کوي.

د امریکا او ایران ترمنځ‌ د ایران د آټومي پروګرام په اړه د خبرو پنځم پړاو پای ته ورسید خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د اختلاف ټکی،‌ د یورانیمو غني کول،‌ لا حل شوی نه دی.‌

دغه خبرې چې نن جمعه مۍ ۲۳ (جوزار درېیمه) د ایټالیا په پلازمینه روم کې د عمان په سفارت کې درې ساعت وخت ونیوی.‌ د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي،‌ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ‌ یې د تیرې میاشت راهیسې منځګرتوب کړی دی، په ټولنیزې شبکې دا تائید کړې ده چې خبرې، "د څه پرمختګ سره خو د آخرې نتیجې نه بغیر" پای ته رسیدلي دي.‌

هغه هیله وښوده چې په راتلونکو څو ورځو کې به پاته مسائل به واضح شي چې "موږ د خپل مشترک هدف په لوري حرکت وکړو – پایدار او د درناوي وړ توافق."

د امریکايي‌ هیئت مشري‌ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف کوله او د ایران له لورې نه د هیئت مشري‌ د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي‌ کوله.‌

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بیا په بیلو غونډو کې د دواړو هیئتونو دریځونه او پيغامونه یو بل ته رسول.‌

په خبرو کې د اختلاف اصلی ټکی د یورانیمو غني‌ کول و.‌

په تیرو څو ورځو کې،‌ امریکايي‌ چارواکو‌ په مکرره توګه دا ویلي‌ چې ایران باید چې د یورانیمو غني کول ودروي.‌

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ په کانګرس کې یوې استماعیه غونډې ته وویل چې ایران ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې یورانیم غني کړي.

هغه وویل: "موږ په دې باور یو چې له ایران سره یوه منل شوې معامله دا ده چې هغوی په کې [یورانیم] غني نه شي کړای، ځکه که هغوی دا کار کوي، [اتومي] وسلې لرلای شي."

د امریکا د مرکچیانو د هیئت مشر ویتکاف هم دا خبره تکرار کړه.‌

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیا د خپل ایکس په ټولنیزې شبکې ولیکل:‌ «صفر غني کول= موږ کوم تړون نه لرو. وخت یې دی چې پرېکړه وشي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG