د لاس رسي وړ اتصالات

ایران او داعش د منځني ختیځ لپاره تر ټولو لوی ګواښونه دي - پمپیو


ښاغلي پمپیو منځني ختیځ ته په سفر وتلی
ښاغلي پمپیو منځني ختیځ ته په سفر وتلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي چې اردن د سوریې د بحران په حل، د داعش په تباه کولو او په نړۍ کې د ایران د ورانکارو فعالیتونو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.

ښاغلي پمپیو د امان په ښار کې د اردن د بهرنیو چارو د وزیر سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل "په سیمه کې تر ټولو لوی خطر داعش او د ایران اسلامي جمهوریت دی او دا هغه څه دي چې زموږ سیمه ایز ایتلافیان هم پرې پوه دي. له سوریې څخه زموږ د ځواکونو په وتلو به د ایران د مخربو اقداماتو په وړاندې د مبارزې لپاره زموږ یوالی ختم نشي."

نوموړي ویلي دي چې امریکا د اردن داخلي ثبات ته ژمنه ده او له دغه هېواد سره د ایران د "شریرو فعالیتونو" د مخنیوي لپاره کار کولو ته چمتو ده.

ښاغلي پمپیو دا خبره هم کړې ده چې امریکا هلې ځلې کوي ایران پرېنږدي چې د بندیزونو څخه ووځي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دا مهال منځني ختیځ ته په سفر وتلی دی. هغه به شاوخوا اته هېوادونو ته ځي چې لوی هدف یې پر ایران فشار راوړل دي چې خپل د توغندیو پروګرام او په منځني ختیځ کې لاسوهنې بند کړي.

XS
SM
MD
LG