د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني: امریکا د انزوا پر لورې روانه شوې ده


حسن روحاني وايي له اتومي تړون څخه د ایران وتل تېروتنه وه
حسن روحاني وايي له اتومي تړون څخه د ایران وتل تېروتنه وه

ولسمشر ټرمپ له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې ایران منزوي او ګوښه کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چې د ټرمپ له لوري د امنیت د شورا مشري کول د دې ښکارندوی دی چې دغه هېواد د نړیوالې ټولنې په منځ کې منزوی شوی دی.

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ پر ایران کلک انتقادونه وکړل او د ترهګرۍ لوی ملاتړی یې وباله. ښاغلي ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل "اجازه نه ورکوو چې د نړۍ د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړی دې سترې وسلې ولري".

خو د ایران ولسمشر تهران ته له رسېدو وروسته وویل چې ولسمشر ټرمپ هغه څه چې غوښتل، ترلاسه یې نکړل او په خبره یې د ولسمشر ټرمپ د توقع خلاف د امنیت د شورا په غونډه کې د ایران د اتومي تړون ننګه وشوه.

ښاغلي روحاني د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر۲۶) په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې له دغه تړون څخه د امریکا وتل یوه تېروتنه وه.

خو ولسمشر ټرمپ وايي امریکا ځکه له ایران سره د اتومي تړون څخه ووتله چې په خبره یې د ایران د رژیم مالي منابع ختمې کړې.

ایران له امریکا او د نړۍ له زبر ځواکونو سره اتومي تړون وکړ، د تړون له مخې ایران به اتومي وسلې نه جوړوي او په بدل کې به یې پر تهران لګول شوي بندیزونه لېرې کیږي. خو واشنګټن وايي په تړون کې ډېرې نیمګړتیاوې شته.

XS
SM
MD
LG