د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني نیویارک کې دی، ټرمپ وایي ورسره نه ویني


د ملگرو ملتونو د سازمان د عمومي غونډې څخه څو ساعته مخکې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني سره د لیدنې کتنې پروگرام نه لري.

ښاغلي ټرمپ د سه شنبې په سهار (سپتمبر ٢٥) په خپل ټویټر ولیکل "د غوښتونو سره سره، زه د ایران د جمهور رئیس حسن روحاني سره د کتنې لپاره هیڅ پروگرام نلرم. ښایي په راتلونکې کې یوه ورځ سره وگورو. ډاډمن یم چې هغه فوق العاده ښه سړی دی!"

پدې ترڅ کې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني هم د امریکا د ای بي سي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د ښاغلي ټرمپ سره د کتنې لپاره هیڅ پروگرام نلري، ځکه د هغه په وینا د امریکا جمهور رئیس داسې شرایط ندي رامنځ ته کړي چې په هغه کې د لیدنې کتنې او مذاکرې لپاره فضا مودجوده وي.

ښاغلي روحاني وویل چې که څوک خبرو او لیدنې ته لیوال وي د بندیز او گواښ په څیر کارونو باندې لاس نه پورې کوي. هغه وویل "دا پدې معنی دي چې د مناقشې وړ مسایلو د حل لپاره لازمه اراده نشته".

له دې دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د یکشنبې په ورځ د امریکا د فاکس خبري شبکې ته وویل چې په هغه صورت کې چې ایراني مقامات خبرو ته تیار وي ښاغلی ټرمپ په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د هغوی سره کتنې ته تیار دی.

ښاغلي پمپیو پدې مرکه کې ایت الله خامنه یي یو "واقعي مشر" او "د ایران اصلي صحنه چلوونکی" ونوماوه او وویل چې ښاغلی ټرمپ حتی د هغه سره لیدنې ته هم تیار دی.

خو د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي چې د ایران په مهمو ملي مسایلو کې لکه د امریکا سره د لیدنې کتنې په اړه وروستی تصمیم نیسي یوه میاشت مخکې د ښاغلي ټرمپ وړاندیز ته په یو غیر مستقیم غبرگون کې وویل د امریکا سره مذاکره په جدي توگه منع ده.

XS
SM
MD
LG