د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په مظاهرو کې "د سیمې د هیوادونو د مداخلې" په اړه خبرداری ورکړ


د ایران د جمهور رئیس مرستیال اسحاق جهانگیري
د ایران د جمهور رئیس مرستیال اسحاق جهانگیري

د ایران د حکومت یو لوړپوړي چارواکي د شنبې په ورځ نومبر ٢٣ د سیمې هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې که د ایران په مظاهرو کې یې لاسوهنه ثابته شي د سختو عواقبو سره به مخ شي.

د ایران د جمهور رئیس مرستیال اسحاق جهانگیري د فارس نیمه رسمي خبري اژانس ته ویلي: "د سیمې یو شمیر هیوادونه باید پدې پوه شي چې که داسې شواهد ترلاسه کړو چې د ایران په بې ثباتۍ کې یې لاس وهل ثابته شي ژوند به یې په سیمه کې سخت شي".

په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې چې د تیلو د بیې د لوړیدو او د تیلو د ځیره کولو په غبرگون کې پیل شوي په ځینو مواردو کې په تاوتریخوالي اوښتي دي.

ایراني چارواکو په هیواد کې د تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو پړه پر جلا وطنو ایرانیانو، د امریکا په متحده ایالاتو، اسرائیل او سعودي عربستان اچوي.

له بلې خوا سپاه پاسداران انقلاب ویلي چې په کرمانشاه کې د مظاهرو په ارامولو کې یې د امنیتي قواو سره مرسته کړې ده او ادعا یې کړې چې د مظاهره کوونکو په منځ کې "امریکایي اجنټان" هم وو.

د سپاه پاسداران قوماندان بهمن ریحاني د تسنیم خبري اژانس ته دا هم ویلي چې: "بلوا کوونکي د انقلاب ضد ډلو (جلا وطنه اپوزیسیون) او د امریکا د استخباراتو پورې مربوط کسان دي".

د بشري حقونو یوې ډلې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې یواځې د ایران په لویدیځ ولایت کرمانشاه کې لږ تر لږه ٣٠ تنه اعتراض کوونکي وژل شوي دي. دغه سازمان د ایران د تیلو د بیې د لوړیدو په وړاندې د اعتراضونو د پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمیره ١٠٦ تنه ذکر کړې ده.

خو د ایران حکومت د ایران حکومت دغه شمیرې رد کړې او هغه یې خیالي بللې دي.

د رویترز اژانس په وینا داسې بریښي چې په ایران کې دغه روان اعتراضونه د ٢٠٠٩ کال د ناڅاپي رامنځ ته شوي "شین انقلاب" په نامه اعتراضونو راهیسې تر ټولو سخت او لوی تاوتریخوالی دی.

XS
SM
MD
LG