د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کندهار کې د 'قاسم سلیمانی' په نوم د یو روغتون د جوړولو کار پیل کړی


ایراني رسنیو ددغه هیواد د پارلمان د یو غړي جواد کریمي قدوسي له خولې ویلي، چې ایران په کندهار کې د پاسدارانو د قدس د ځواکونو د وژل شوي قوماندان قاسم سلیمانی په نوم د یو روغتون د جوړولو چارې پیل کړي دي.

جواد کریمي قدوسي د جمعې په ورځ سپټمبر اول (وږي لسم) د فارس خبري اژانس ته ویلي: "همدا اوس په کندهار کې د سردار سلیماني ایراني روغتون د جوړولو کار روان او ګټې اخیستنې ته چمتو دی".

قاسم سلیماني د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلنو ترمنځ د ایران د پاسدارانو د قدس د ځواکمنو ځواکونو د قوماندان په حیث کار کړی و.

هغه د ۲۰۲۰ کال د جنوري په درییمه د عراق د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو په یو برید کې وژل شوی و.

ځینې افغان کارپوهان د لشکر فاطمون په نوم په ایران کې د میشتو افغان کډوالو په ګډون د یوې پوځي لوا د تشکیلاتو جوړول هم د قاسم سلیماني د هڅو پایله ګڼي.

دغې لوا په سوریه کې د ایران د پلوي حکومت بشار اسد په ملاتړ د سوریې د حکومت د مخالفانو ځواکونو په وړاندې په جګړه کې ونډه لرله.

د جواد کریمي قدوسي په مشرۍ د ایران د پارلمان یو اوه کسیز پلاوي تیره اونۍ افغانستان ته سفر کړی و.

دغه پلاوي د طالبانو د ریاست الوزرا د مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست امیرخان متقي په ګډون د طالبانو د حکومت د یو شمیر چارواکو سره په اړوندو مسلو خبرې کړې وې.

دغه پلاوي ایران ته د ستنیدلو پر مهال د فارس خبري اژانس ته ویلي، چې د ایران او د طالبانو د حکومت ترمنځ د همکارۍ کچه تر ډیره د طالبانو د حکومت د چلند پورې تړاو لري. هغه ویلي و، چې افغانستان سره مرسته د ایران په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دفتر د اګست ۲۸ (وږي شپږم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې داعش ځپل شوی او ګاونډیان دې مطمین اوسي.

همداشان مولوي عبدالکبیر دغه پلاوي ته د نورو هیوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې د نه کارولو ډاډ هم ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت دغه لوړپوړې چارواکي ویلي، چې حکومت یې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او یا یې څوک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

دغه ایراني پلاوي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست سره هم کتلي و.

په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته په تیرو څه باندې دوو کلنو موده کې د ایران او د طالبانو د حکومت اړیکې کله هم ښې او کله هم ترینګلې پاتې شوي دي. کله ددغو دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې د جګړې د پیښیدو تر کچې رسیدلې دي.

د طالبانو د حکومت له خوا د هلمند د سیند د اوبو د کچې د معلومولو لپاره دغې سیمې ته د یو ایراني پلاوي د کتنې سره د موافقې وروسته په دې وروستیو کې د ایران او د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې ښې شوي دي.

خو د سیاسي چارو ځینې افغان کارپوهان فکر کوي، چې د اړیکو ښه کیدل کیدای شي، چې د لنډې مودې لپاره اوسي او لاهم د دغو دوو هیوادونو ترمنځ پرتې ستونزې په بشپړ ډول نه دي هوارې شوې.

د پوهنتون یو استاد سید جواد سجادي په دې باور دی، چې ایران په افغانستان کې له هر بدلون څخه زیان ویني او د همدې له امله په دغه هیواد کې د ډیرو مسلو په لټه کې دی او په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو د حکومت رامنځ ته کیدو سره دا هیواد نسبتآ د یو سخت او متناقض واقعیت سره مخ شوی دی.

د پوهنتون دغه استاد وايي: " ایران اندیښنه لري، چې ممکن ده طالبان په پټه د امریکا د متحده ایالاتو سره د خپلو اړیکو د ټینګیدو په لټه کې وي او په اوږده موده کې د امریکا د متحده ایالاتو سره خپلې ستونزې حل کړي چې ددې پلوه ایران بیا هم د طالبانو حکومت شتون ډیر مطلوب نه ګڼي."

د طالبانو حکومت لا په کندهار کې د قاسم سلیماني په نوم د ایران په مالي ملاتړ د جوړیدونکي روغتون په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG