د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان کې داعش ځپل شوی ګاونډیان دې مطمین اوسي


د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د ایران د پارلمان یو پلاوي سره په کتنه کې ویلي دي، چې په افغانستان کې داعش ځپل شوی او ګاونډیان دې مطمین اوسي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دفتر د دوشنبې د ورځې ناوخته اګست ۲۸ (وږي شپږم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې همداشان مولوي عبدالکبیر دغه پلاوي ته د نورو هیوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې د نه کارولو ډاډ هم ورکړی دی.

د طالبانو د حکومت دغه لوړپوړې چارواکي ویلي، چې حکومت یې هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي او یا یې څوک په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

دغه طالب مشر ونه ویل چې د داعش ډله یې چېرې او څنګه ځپلې ده، دا په داسې حال کې ده چې دا څو ورځې مخکې هم طالبان وویل چې په افغانستان کې یې د داعش په یو مرکز برید کړی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په راپورونو کې هم ویل شوي وو چې په افغانستان کې د داعش په ګډون ترهګر فعال دي. د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو هم اندېښنه ښودلې وه چې د طالبانو له راتګ وروسته په دغه هېواد کې د داعش فعالیت زیات شوی دی.

د جواد کریمي قدوسي په مشرۍ د ایران د پارلمان د یو اوه کسیز پلاوی د اګست ۲۶(وږي څلورم) راهیسې افغانستان ته سفر کړی او تراوسه یې د مولوي عبدلکبیر ترڅنګ د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت، صنعت او سوداګرۍ او یو شمیر نورو وزاتونو له چارواکو سره کتلي دي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دفتر د دوشنبې د ورځې ناوخته اګست ۲۸ (وږي شپږم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې همداشان مولوي عبدالکبیر دغه پلاوي ته د نورو هیوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې د نه کارولو ډاډ هم ورکړی دی.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا د ایران لومړنی پارلماني پلاوی دی، چې کابل ته یې سفر کړی دی.

په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنۍ وروسته په تیرو څه باندې دوو کلنو موده کې د ایران او د طالبانو د حکومت اړیکې کله هم ښې او کله هم ترینګلې پاتې شوي دي. کله ددغو دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې د جګړې د پیښیدو تر کچې رسیدلې او کله هم دا اړیکې د دپلوماسۍ او همکارۍ فضا په لور پرمخ تللي دي.

د پوهنتون یو استاد سید جواد سجادي په دې باور دی، چې ایران په افغانستان کې له هر بدلون څخه زیان ویني او د همدې له امله په دغه هیواد کې د ډیرو مسلو په لټه کې دی او په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو د حکومت رامنځ ته کیدو سره دا هیواد نسبتآ د یو سخت او متناقض واقعیت سره مخ شوی دی.

د پوهنتون دغه استاد وايي: " ایران اندیښنه لري، چې ممکن ده طالبان په پټه د امریکا د متحده ایالاتو سره د خپلو اړیکو د ټینګیدو په لټه کې وي او په اوږده موده کې د امریکا د متحده ایالاتو سره خپلې ستونزې حل کړي چې ددې پلوه ایران بیا هم د طالبانو حکومت شتون ډیر مطلوب نه ګڼي."

د نړیوالو اړیکو یوبل استاد سرور جعفري په دې باور دی، چې د افغانستان پر وړاندې د ایران سیاست په څو محورو کې تعریف کیدلی شي.

لومړی دا چې ایران په افغانستان کې اوسني شرایط پایدار نه ګڼي او کیدای شي ددغه هیواد امنیتي وضعیت د شاه چراغ په زیارت دوو وسله والو بریدونو ته په کتنې بدل کړي.

دې وايي ایران په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو د شتون څخه سخته اندیښنه لري او دا ګڼي، چې کیدای شي دننه په ایران کې امنیتي وضعیت پیچلی کړی اودغه هیواد سرحدونه به ناامنه کړي.

ښاغلي جعفري وویل: " ایرنیان هڅه کوي چې د امنیتي پلوه یې زړه جمع وي اود افغانستان په دننه کې د اطلاعاتي او امنیتي اړخه پر وضعیت باندې حاکم اوسي دا د ایرانیانو لومړنی اومړیتوب دی".

د پوهنتون دغه استاد وايي، چې ددې سربیره ایران هڅه کوي، چې د سیاسي اړخه د نورو سیمو په څیر په افغانستان کې هم نفوذ ولري او خپل ستراتیژیک عمق د خپل فزیکي حضور او ایډلوژۍ له لارې د افغانستان په دننه کې تعقیب کړي.

د ښاغلي جعفري په باور په افغانستان کې د ایران ایډیالوژیکي حضور ددغه هیواد ستراتیژیکي پروګرامونو پرمختګ ته په افغانستان کې لاره اسانوي.

د ایران او د طالبانو د حکومت ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو د ویش په مسله د څو میاشتو ناندریو او ترینګلتیا وروسته په دې وروستیو اونیو کې اړیکې يو څه ښه شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اګست ۲۷ (وږي پنځم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبدللهیان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې یو ځل بیا د هلمند د سیند په اوبو کې د ایران د حق ابې په مسله ټینګار کړی دی.

دغه وزارت لیکلي:" ډاکټر امیرعبداللهیان په ایران کې په پراخه کچه د افغانستان د اوسیدونکو حضور ته په اشارې زیاته کړې: " تهران د افغانستان د امنیت، ثبات او د خلکو د هوساینې لپاره د افغانستان په دننه کې د ټولو خواو په همکارۍ ټینګار کوي".

افغانستان او د ایران پخوانیو پادشاهي حکومتونو په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند د اوبو د ویش تړون لاسلیک کړی وو، چې له مخې افغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړي.

د افغانستان پخواني حکومت ویلي، چې په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو او د افغانستان د اوبو د نه مدیریت له امله هر کال د هلمند د سیند څخه شاوخوا ۲،۵ میلیارد متر مکعبه اوبه چې د ۱۳۵۲ کال د معاهدې د ټاکل شوې حد درې برابره کیږي ایران ته بهیدلې دي.

افغانستان او د ایران په ځینو سرحدي سیمو کې د اوږدو کلنو وچکالۍ د سرحد په دواړو خواو کې اوبو د خلکو اړتیا ډیره زیاته کړې ده. د وچکالۍ سربیره افغانستان په دې وروستیو کلنو کې د هلمند د سیند په اوږدو کې د کمال خان بند هم اباد کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG