د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی دی

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ یو پلاوي د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د خبرو لپاره د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر کړی دی.

ددغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۶ (سلواغې اووم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې کابل ته د سید عباس عراقچي د سفر په اړه ویلي چې کابل ته د رسیدو سره سم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په یوه دواړخیزه غونډه کې برخه اخیستې ده.

هغه ویلي: "د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی سید عباس عراقچي د یوه پلاوي په مشري کابل ته راورسېد او د هیواد (طالبانو حکومت] د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي لوري د وزارت په مقر کې استقبال او تر منځ یې دوه اړخیزه ناسته پیل شوه".

په کابل کې د ایران سفارت هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه کابل ته د سید عباس عراقچي د رسیدو خبر خپور کړی دی.

تر اوسه ددغه سفر د هدف په اړه دواړو خواو خواو رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو دمخه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې د درېیمې سیاسي څانګې مدیر ذاکر جلالي کابل ته ددغه سفر په اړه د ایکس پر خپله پاڼه کابل ته د عراقچي سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو کې یو رغنده ګام بللی وو.

ذاکر جلالي لیکلي: "د افغانستان او ایران ترمنځ ګډې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې د دواړوخیزو همکاریو د پیاوړي کیدو لپاره یو فرصت دی. کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي نږدې سفر د اړیکو د پیاوړي کیدو په برخه کې یو رغنده ګام دی، چې کولای شي د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته داخلې کړي".

ځینو ایراني رسنیو افغانستان ته د سید عباس عراقچي د سفر په اړه د ایراني سرچینو له قوله ویلي چې ټاکل شوې ددغه یو ورځیني سفر په ترڅ کې به د دواو خواو ترمنځ د علاقې وړ مسایلو پر سر د خبرو ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د شتو ستونزو په سر هم خبرې وشي.

دغو راپورونو کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ په دې پلاوي کې به ددغه هیواد د یو شمیر وزارتونو د استازو سربیره د ایراني سوداګرو استازي هم برخه ولري.

ایراني چارواکو په دې وروستیو میاشتو کې په پرله پسې ډول د هلمند د سیند په اوبو کې د خپلې ونډې د رسیدو څخه شکایتونه کړي او د طالبانو له حکومت یې ددغو اوبو څخه د خپلې بشبړې ونډې د ترلاسه کولو غوشتنې کړي دي. همداشان ایراني حکومتي چارواکو له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو مسلې یادونه هم کړې ده او هم یې له افغانستان څخه ایران ته د نشه يي توکو د قاچاق په دوام هم په پرله پسې ډول اندیښنه ښودلې ده.

دا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د ټاکنې وروسته افغانستان ته د سید عباس عراقچي لومړی سفر دی. د ایران بهرنیو چارو وزیر د روان ۱۴۰۳ کال د لیندۍ د میاشتې په سر کې علي‌ رضا بیګدلي افغانستان لپاره د نوی سفیر په توګه ګمارلی وو.

ددې دمخه حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی و. قمي په ۱۳۸۰ او ۱۳۸۱ کالونو کې په هرات کې د ایران سر کونسل په توګه هم کار کړی و.

ایران د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته نه یوازې د دغې ډلې د حکومت سره خپلې اړیکې نږدې ساتلي دي، بلکې په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستي پریښودو ترڅنګ په ایران کې د افغانستان سفارت او د قونسلګریو چارې هم د طالبانو له خوا ګمارل شویو دپلونماتانو ته سپارلي دي.

خو د نورو هیوادونو په څیر یې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. ایران اوس مهال د افغانستان یو له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه یې له دوو میلیارد ډالرو څخه اوړي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند عبدالسلام جواد د معلوماتو له مخې افغانستان د تیر ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهه میاشتو کې ایران سره د ۲ میلیاردو او ۱۹۴ میلیونو ډالرو راکړه ورکړه لرله چې ددې شمیر یوازې ۳۸ میلیونه ډالر یې صادرات او پاتې دوه میلیارده او ۱۵۶ میلیونه یې واردات وو.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG