ایران پر خپلو ګاونډیو هېوادونو بریدونو ته دوام ورکوي او پدې وروستیو کې یې پر اردن، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او اسرائیلو باندې توغندي توغولي دي، پداسې حال کې چې د دغه هېواد جګړه له متحدو ایالتونو او اسرائیلو سره روانه ده.
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې دوی د ایران له لوري توغول شوي ۶ بالستیک توغندي او ۹ بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د ایران د روانو بریدونو له پیل راهیسې، د اماراتو هوايي دفاعي سیستمونو ۳۷۸ بالستیک توغندي، ۱۵ کروز توغندي او ۱۸۳۵ بېپیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.
د رپوټونو له مخې، په دغو بریدونو کې دوه پوځیان او لږ تر لږه ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي. وژل شوي کسان فلسطینیان، هندیان، پاکستانیان او د بنګله دیش وګړي دي. لږ تر لږه ۱۷۱ نور کسان ټپیان شوي هم دي چې د بېلابېلو هېوادونو وګړي پکې شامل دي.
په منځني ختیځ کې د اردن پوځ ویلي چې د جمعې په ورځ یې له درې توغندیو څخه دوه شنډ کړي او درېیم توغندی د هېواد په ختیځ کې لګېدلی، خو د ټپیانو راپور نه دی ورکړل شوی.
د سعودي عربستان د دفاع وزارت هم ویلي چې د جمعې په ورځ یې څو ایراني بېپیلوټه الوتکې او بالستیک توغندي شنډ کړي دي.
او ددې تر څنګ ایران په اسرائیلو باندې هم د توغندیو بریدونو ته دوام ورکوي چې له امله یې په ملکي سیمو کې د توغندیو پاتې شوني غورځېدلي دي.
د اسرائیلو پوځ ویلي چې د جمعې په ورځ یې د ایران په (یزد ) نومي ښار کې د توغندیو او سمندري ماینونو د تولید یوه فابریکه په نښه کړې ده.
فورم \ دبحث خونه