د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي: شاوخوا شپږ زره افغانان ایران کې بندیان دي


د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، چې ددغه هیواد په زندانونو کې شاوخوا شپږ زره افغان کډوال بندیان دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قنسولي چارو عمومي مدیر علي رضا محمودي د ایران د ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې اوس مهال د ایران په زندانونو کې د نورو هیوادونو پرتله زیات شمیر افغانان بندیان دي، چې شمیر یې نږدې شپږ زرو ته رسیږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي په زندان کې د افغان کډوالو د اچولو او پر هغوی باندې د لګیدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي، خو دمخه ځینو نورو ایراني چارواکو ویلي وو، چې اکثره افغانان په ایران کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو د نلرلو تر څنګ د نشه يي توکو د قاچاق او ځینو نورو جنايي جرمنو له امله په زندانونو کې اچول شوي دي.

د ۱۹۹۹ کال د قوس په میاشت کې د پخواني جمهوري رژیم د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي ویلي و، چې په ایران کې شل زره افغان کډوال بندیان دي، چې دوی ددغو بندیانو سپارلو ته چمتو دي.

کابل کې د ایران پخواني سفیر هم هغه مهال ویلي و، چې د شلو زرو افغان بندیانو څخه د ۶۰۰ دوسیې بشپړې شوي او د افغانستان حکومت ته د سپارلو لپاره چمتو شوي دي.

د افغانستان پخواني رژیم پر مهال د ایران سره د بندیانو د تبادلې تفاهم لیک لاسلیک کړی و، چې له مخې په سلګونو بندیان د ایران له زندانونو څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د روان کال د مارچ شپږم (حوت ۱۵) ویلي و، چې د ایران حکومت ۲۶۸ افغان بندیان د اسلام قلعه د بندر له لارې افغانستان ته انتقال کړي دي.

د طالبانو د حکومت د زندانونو د چارو د سمون ادارې سرپرست رئیس مولوي محمد یوسف مستري د اګست ۱۲ ( زمري ۲۱) کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، چې د ایران څخه له زرو زیات افغان بندیان افغانستان انتقال شوي، چې ځینې یې خوشې شوي هم دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د شمیرونو له مخې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو دمخه په ایران کې ۳.۴ میلیونو افغانانو ژوند کوه، چې شاوخوا یو میلیون یې د اوسیدانې قانوني اسناد لرل.

خو ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ اګست د بدلون وروسته په سلګونو زره نور افغان کډوال ایران او پاکستان ته کډه شوي دي. ایراني چارواکو په دغه هیواد د میشتو افغانانو شمیر شاوخوا پنځه میلیونه ښودلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG