د لاس رسي وړ اتصالات

د البانیا پولیس په دغه هېواد کې د ایران سفارت ته ننوتل 


د البانیا په مرکز تیرانا کې د ایران سفارت
د البانیا په مرکز تیرانا کې د ایران سفارت

د البانیا د تروریزم ضد پولیس د پنجشنبې په ورځ سپتمبر اتمه (وږې۱۸) له هغه وروسته د ایران سفارت ته داخل شول چې ایراني دپلوماتانو په سفارت کې موجوده اسناد وسوځول او د سفارت له ودانۍ څخه ووتل.

البانیا تېره ورځ له ایران سره د دپلوماتیکو روابطو د پریکون اعلان وکړ. البانیا ایران تورنوي چې د جولاۍ په میاشت کې یې پرې سایبري او انټرنټي بریدونه کړي دي.

د البانیا صدراعظم ایدي راما تېره ورځ ایراني دپلوماتانو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړ چې له البانیا څخه ووځي. البانیا د ایران «مجاهدین خلق» ډلې د شاوخوا ۳۰۰۰ غړو کوربنه ده.

د البانیا صدراعظم وویل چې ایران ځکه دا سایبري بریدونه کړي‌ چې د «البانیا عامه خدمتونه فلج کړي او د حکومت له سیستمونو څخه معلومات او اطلاعات غلا» کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د هغو راپورونو په اړه اندېښنه وښوده چې وايي په البانیا کې د سیمه اییزو چارواکو له لوري د ایران د سفارت او کارکوونکو سره یې نامناسب تعامل شوی دی.

ایران د البانیا له لوري د دپلوماتیکو اړیکو پرېکولو پرېکړه وغندله او د البانیا دلایل یې «بې اساسه» وبلل.

البانیا د ناټو غړې ده او ناټو هم په دغه هېواد باندې سایبري بریدونه غندلي او ویلي دي چې د هکرانو په ضد به د البانیا دفاعي اقدامات غښتلي کړي.

په ناټو کې د امریکا د متحدو ایالتونو مطبوعاتي څانګې امریکا غږ ته منلې ده چې د تحقیقاتو او ارزونو په اساس په البانیا باندې سایبري بریدونه د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري شوي او دا «خطرناک او غیر مسئولانه» اقدام بلل شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن ژان پيير تېره ورځ دغه سایبري بریدونو ته په اشارې د ناټو د منشور پنځمې مادې ته په کتو د دغو بریدونو سره د مقابلې په اړه خبرداری ورکړ. د دغه منشور پنځمه ماده د ناټو ټول غړي مکلف کوي که په یو غړي برید کېږي باید نور غړي هېوادونه یې مرستې ته ودانګي.

XS
SM
MD
LG