د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې دوو ځانمرګو بریدونو ۲۱ تنه ووژل


چارواکي وايي په دواړو بریدونو کې امبولانسونه کارول شوي دي
چارواکي وايي په دواړو بریدونو کې امبولانسونه کارول شوي دي

په عراق کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. چارواکي وايي بریدونه د یکشنبې په ورځ په تکریت او سمارا کې د پولیسو پر یوې پوستې او د شعیه زیارت کوونکو د ګاډو په یو تمځای کې شوي دي.

دا د اورپکو د هغو بریدونو برخه ده، چې په ترڅ کې یې د کردانو ښار کرکوک، پلازمینه بغداد او نورې سیمې په نښه شوي دي.

په تکریت کې بریدګر امبولانس له چاودېدونکو توکو ډک کړی او د سهار په ګڼې ګوڼې کې یې برید کړی چې د پولیسو او روغتون د چارواکو په خبره۱۳ تنه په کې ووژل شول.

دویم بریدګر بیا په سمارا کې د شعیه ګانو د مشهوره زیارت العسکریه د موټر تمځای په نښه کړی، په دغه برید کې اته تنه ووژل شول.

په وژل شویو کې دوه ایراني زیارت کوونکي هم شامل دي. پولیس چارواکي وايي د سمارا بریدګر هم امبولانس له چاودېدونکو توکو ډک کړی و.

د داعش پورې اړوندې ویپاڼې اعماق ویلي چې بریدونه دوي کړي دي.

دا پېښې داسې مهال کیږي چې له تېرو شاوخوا دریو اونیو راهېسې عراقي ځواکونه چې کردي پېش مرګه وسله وال یې ننګه کوي، له موصل نه د داعش جګړه مارانو د شړلو په عملیاتو بوخت دي. موصل د داعش قوي مرکز بلل کیږي.

په دواړو ښارونو کې چارواکو د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی، ځکه داسې ویره شته چې شاید کوم بل برید وشي.

XS
SM
MD
LG