د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق په پارلمان کې د عسکري ملکفیت قانون د بیا احیا کولو هلې ځلې 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د عراق د پارلمان یو شمېر غړو په دغه هېواد کې د عسکري د مکلفیت د قانون د بیا احیا کولو لپاره،‌ چې دوې لسیزې مخکې لغوه شوی و، بیا هلې ځلې پیل کړي دي.

په عراق کې د وسله والو ځواکونو په لیکو کې دنده له ۱۹۳۵ کال څخه نیولې تر ۲۰۰۳ کال پورې جبري‌ وه، خو په دغه هېواد باندې د امریکا له برید او هلته د صدام حسین د رژیم له نسکورېدو وروسته دا قانون ختم شو.

د عسکري مکلفیت د قانون په اساس هر عراقي چې، د ۱۸ او ۳۵ کالونو ترمنځ عمر لري، ملکف دی چې د خپلې تحصیلې سویې په اساس د یو نیم او دریو کالونو ترمنځ خدمت وکړي.

د عراق د پارلمان د دفاعي چارو د کمېټې غړي یاسر سکندر د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د مکلفیت دورې سرتېرو ته به هره میاشت له ۶۰۰ څخه نیولې تر ۷۰۰ عراقي دیناره پورې، چې ۴۰۰ ډالر کېږي، معاش ورکړل شي.

نوموړي وویل چې دغه قانون له تصویب کېدو دوه کاله وروسته به په بشپړ ډول نافذ شي. هغه زیاته کړه چې هغه کسان به له دغه عسکري‌ مکلفیت څخه مستثنا وي چې پلرونه یې په عسکري‌ خدمت بوخت دي او یا د خپلې کورنۍ د ګټې وټې یوازیني کسان دي.

د عسکري مکلفیت د قانون مسوده د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د عراق پارلمان ته وړاندې شوه، خو په عراق کې د سیاسي کشمکشونو له کبله په دغه قانون باندې بحث وځنډېده.

لا هم دقیق معلومات نشته چې د عراق پارلمان به دا طرحه تصویب کړي که نه، ځکه چې یو شمېر وکیلان د دغې طرحې سره مخالف دي. ځینې وکیلان وايي چې «د ټولنې نظامي کول د وطنپالنې» روحیه نه قوي کوي.

په عراق کې د صدام حسین د رژیم له نسکورېدو وروسته هلته فرقه یي‌ شخړې پيل شوې چې په ترڅ کې د داعش ډله پیدا شوه او هلته یې خپل خلافت اعلان کړ. د داعش ډلې له ځپل کېدو وروسته، په عراق کې سیاسي کشمشکونه پیل شوي‌ دي او د نا امنۍ پېښې هم کېږي.

XS
SM
MD
LG